کابل: مظاهره په تاو تریخوالي اوښتې

د انځور حقوق
Image caption مظاهره د هود خیلو له سیمې پیل شوه عبدالرحمان رحیمي

د کابل ختیځ کې د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو خلاف مظاهره په تاو تریخوالي واوښته.

د فرانسې په پاریس ښار کې دغې مجلې د اسلام د پیغمبر کارتون خپور کړی چې پراخ اعتراضونه یې له ځان سره لرل.

پولیس وايي د مظاهرې پر مهال د ډزو له کبله اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي بي بي سي ته وویل مظاهره نن ګهیځ د هود خیلو له سیمې پیل شوه او وايي د مظاهره کونکو منځ کې وسله وال کسان هم شامل وو، چې د ډزو له کبله یې یاد کسان ټپیان شول.

د امنیتې قومندان په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه کسان ولې وسلوال وو او پر چا یې ډزې وکړې.

د نوموړي په وینا دغه کسان لمسول شوي وو، خو تر اوسه وايي معلومه نه ده، چې چا دوی لمسولي وو.

د کابل امنیې قومندان په وینا مظاهره کونکو غوښتل د کابل ګمرک او یوه ځايي بانک څانګې ودانیو ته ننوځي خو وايي پولیسو یې مخه ونیوله او هڅه یې وکړه، چې د خلکو جایدادونو، ګاډو او دکانونو د تخریب مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره تر اوسه څلور کسان د مظاهرې پر مهال د تاوتریخوالي رامنځته کولو په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیتې قومندان په خبره د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته یو شمېر ځايي رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي و، چې د پېښې پایله کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

خو کابل امنیې قومندان دغه رپوټونه رد کړي دي.

د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته ویلي مظاهره کې له څلورو تر پنځو سوو کسانو ګډون کړی و.

د نوموړي په وینا د مظاهرې لپاره هېڅ ډول اجازه نه وه اخیستله شوې او مظاهره کونکو حکومت ته وار له مخه کوم معلومات نه وو ورکړي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره د مظاهرې هدف د فرانسې په چارلي ابدو مجله کې د اسلام د پیغمر کارتون خپرېدو غندنه وه.

د چارلي ابدو مجلې خلاف له دې مخکې هم کابل، هرات، غزني، پکتیا او د افغانستان یو شمېر نورو ولایتونو کې مظاهرې شوې دي. هرات کې مظاهره کونکو له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چې باید د فرانسې سفیر له هېواده وباسي.