اغېز لرونکي بشري حقونه څرنګه پر ځای کېدای شي؟

Image caption اسلام موږ ته ښې لارې راښودلي خو موږ په کې له خپلو غوښتنو او هیلو سره سم کلتور راګډ کړی دی.

د بشري حقونو په باب د زده کړو پر وخت ډېر کله د خپل وطن د ژوند ژوندي مثالونه زما سترګو ته درېږي.

زه په یوې غرنۍ سیمه کې زېږېدلې یم چې له ښارونو لیرې پرته وه. هلته د ښار په پرتله ژوند ډېر له هغو اصولو سره سم و چې موږ یې دودونه بولو.

دا دودونه نه د وطن له قوانینو سره ډېر کله سر خوري او نه هم له دیني اصولو سره برابر دي.

د بشري حقونو ډېرې غوښتنې له اساسي قوانینو او دیني احکامو سره سر خوري. زمونږ ډېر افغانان تر اوسه په دې نه دې توانیدلي چې په دین او کلتور کې توپیر وکړي.

د کلتور له وجې باید له دینه بده ګټه پورته نه کړي. هغه په دې مانا چې اسلام موږ ته ښې لارې راښودلي خو موږ په کې له خپلو غوښتنو او هیلو سره سم کلتور راګډ کړی دی.

په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې مثالونه وړاندې کوم چې د معاصر وخت په یادو شویو بشري حقونو او زموږ سپېڅلي دین کې سره ورته دي.

فرض کړئ د ښځو حقونه. بشري حقوق وایي یوه ښځه پوره حق لري چې په خپله خوښه د ژوند ملګری وټاکي.

اسلام هم وایي چې مخکې له نکاح یوه ښځه او نارینه پوره حق لري چې د یو بل له لیدو وروسته د ودني ګډ ژوند پرېکړه وکړي.

خو زموږ کلتور بیا دا لوی شرم بولي چې د هغوی خور او لور دې مخکې له نکاح له یوه پردي نارینه سره وګوري. بې غیرتي یې بولي. شاید خپل دلایل ورته ولري خو دا عمل د سپيڅلي دین او د بشري حقونو له اصولو سره سر نه خوري.

بله مسئله د طلاق ده. اسلام وایي که دوه انسانان سره په شریک ژوند کې خوښ نه وي کولای شي سره بېل شي، همداسې بشري حقونه هم له دې سره مخالفت نه ښيي چې تر ترخه ګډ ژوند جوړه سره جلا شي.

البته په دواړو مواردو کې ټينګار په دې شوی چې هره لار دې وکتل شي چې دوه انسانان سره بېرته پخلا او سره جوړ شي. خو ګورو چې دلته هم کلتور لوی خنډ جوړوي.

سړي که خوښ نه وي بل واده وکړي مګر په یوې ښځې ټول عمر په سره اور کې تېروي خو طلاق نه مني.

یوه ښځه که د خپلې کورنۍ مخالفت نه کوي دلیل به یې ډار یا هم د خپلې کورنۍ د عزت غم وي. دا چې هغه غلې ده دا په دې مانا نه ده چې حق یې ترې واخیستل شي او له مجبوریتونو یې غلطه ګټه پورته شي.

ډېری وخت که کورنۍ دې ته تیاره هم شي، چې د لور خوښه دې وکړي مګر د ټولنې له ډاره قدم نه شي اخیستی په بله وینا کلتور یې پښې ورتړلي وي.

ځینې وخت کورنۍ د خپلې لور خوښې ته په پام د یوې کورنۍ له غوښتنې انکار کوي، خو دودونه داسې دي چې سړی پرته له دې چې څه ووایي ځي د نجلۍ د کور مخکې ډزې کوي، بیا نو د نجلۍ د کورنۍ لاسونه تړلي وي، بیا هم انکار کولی شي.

خو هېڅوک دغه «نه» ته زړه نه ښه کوي او خپله لور د هماغه سړي په کور کې بندیوانوي. ښايي د بدیو د مخنیوي لپاره او یا په ټولنه کې د خبرو او ناخوالو د نه اورېدا په هیله دا ګام اخلي.

د سپېڅلي دین اصول پوره منل او د قانون برلاسي د انسانانو ساده خو اغېز لرونکي حقونه پر ځای کولی شي.

ورته مطالب