'کندهار زندان کې پر ښځینه بندیانو جنسي تېری نه دی شوی'

Image caption دوې ورځې وړاندې یو خصوصي تلویزیون د کندهار د ولایتي شورا د دوو غړو له خولې ویلي وه چې ددغه ولایت په زندان کې د دارالتادیب ۱۳ تنو زندانیان د ښځینه بندیانو ودانۍ ته ننوني او پر څلورو ښځو یې جنسي تیری کړی دی.

د کندهار چارواکو هغه راپورونه په سختو ټکو رد کړل، چې ګواکي ددغه ولایت په لوی زندان کې د دارالتادیب زندانیانو پر ښځینه بندیانو جنسي تېري کړي دي.

چارواکي وایي له هغو کسانو به پوښتنه وشي چې دغه ډول راپورونه یې خپاره کړي دي.

خو مني چې یو شمیر زندانیان د ښځينه زندانیانو ودانۍ ته ننوتي وو.

دوې ورځې وړاندې یو خصوصي تلویزیون د کندهار د ولایتي شورا د دوو غړو له خولې ویلي وه چې ددغه ولایت په زندان کې د دارالتادیب ۱۳ تنو زندانیان د ښځینه بندیانو ودانۍ ته ننوني او پر څلورو ښځو یې جنسي تیری کړی دی.

خو د کندهار د سرپوزې زندان مشر وایي، چې یو شمیر زندانيانو غوښتل د خپلو حقونو د غوښتلو په پلمه تاوتريخوالی جوړ کړي، چې ډير ژر يې مخنيوی وشو.

د بشري حقونونو خپلواک کميسيون سرپرست مشر شمس الدین تنویر وايي، چېپه پلټنو کې يې د جنسي تيري په اړه هيڅ نه دي موندلي.

بل خوا د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د زندان د کتلو پرمهال وویل،‌د ددغو ادعاوو په اړه به پلټڼې وکړي.

نوموړي د ولایتي شورا د غړو لګیدلي تورونه رد کړل او زیاته یې کړه، چې د ښځينه زندانيانو د عزت ساتلو لپاره به حتمي پوښتنه کوي.

ورته مطالب