''تر ۳ اونیو د ولایتي شوراګانو څارنیزه طرحه تدوین کړئ''

د انځور حقوق .

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دستور ور کړی، چې د ولایتي شوراګانو د نظارت طرحه تر دوو یا دریو اونیو تدوین کړي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې رسنیو ته یې استولې، ښاغلي غني دغې ادارې ته دنده سپارلې، چې په ولایتونو کې د دولتي چارواکو پر چارو د ولایتي شوراګانو د نظارت طرحه چمتو کړي.

ښاغلي غني دغې ادارې ته ویلي، چې د ولایتي شوراګانو په قانون کې د نظارت طرحې په ور زیاتولو سره به دغه قانون بیاځلې د افغانستان ملي شورا ته د تصویب لپاره واستوي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست متین بیک ویلي دي، په تېر کې د ولایتي شورا ګانو نظارتي نقش کوم ځانګړی تعریف نه درلود او د ولایتي شوراګانو د نظارت د نقش په نیوې طرحه کې هڅه کېږي چې ولس ته د دولتي بنسټونو ځواب ویل بنسټیز کړي او د شفافیت د اصل په توګه ورنه کار واخیستلی شي.

ښاغلي بیک د افغانستان د ولایتي شوراګانو له استازو غوښتي، چې خپل دفترونه بیاځلې پرانیزي او خپلو چارو ته په عادي ډول دوام ور کړي.

د افغانستان ولسي جرګې تېره چهار شنبه په علني ناسته کې د ولایتي شوراګانو د قانون په تعدیل شوې طرحه کې د ولایتي شوراګانو نظارتي نقش په اکثریت رایو سره رد کړ.

له دغې پریکړې نه وروسته ولایتي شورګانو په کابل او د افغانستان په ډیری ولایتونو کې خپل دفترونه بند کړل.

د ولایتي شوراګانو غړو خبرداری ور کړی وو، چې په لومړي قدم کې به خپل دفترونه د یوې اونۍ په مخ نه پرانیځي او که چېرې حکومت او ولسي جرګې دغې مسلې ته پاملرنه ونه کړه بیا به جدي پریکړه وکړي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۳۹ ماده کې راغلي، چې ولایتي شوراګانې د حکومت د پراختیايي موخو او د ولایتي چارو د لا ښه تر سره کولو په موخه هغه ډول چې په اساسي قانون کې تصریح شوې برخه اخلي او د ولایتونو په تړاو مشورې ور کوي.

ولایتي شورا د سیمه ییزو ادارو په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.