''بهر ته په یوازې سر د تلونکو ماشومانو شمېر ډېر شوی''

د انځور حقوق
Image caption د ملگرو ملتونو په مرسته د تر سره شوي یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې له افغانستانه بهر ته په یوازې سر د تلونکو ماشومانو کډوالو شمېر ډېر شوی دی.

د ملگرو ملتونو په مرسته د ترسره شوې یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې له افغانستانه بهر ته په یوازې سر د تلونکو ماشومانو کډوالو شمېر ډېر شوی دی.

له کابله زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، د نوې څېړنې پایلو سره سم بیوزلي، ناامنۍ، د کاري فرصتونو لږوالی او د کورنیو تمې هغه لاملونه دي، چې له کبله یې په سختو او خطرناکو لارو بهر ته د تلونکو افغان ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی.

دغه څېړنه د افغانستان څېړنې او ارزونې مرکز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې یو این ایچ سي ار سره په شریکه د یوه نیم کال په مودې کې ترسره کړی. د یاد مرکز مرستیال میراحمد جوینده نه مې وپوښتل، چې د نوې څېړنې او پخوانۍ هغې تر منځ، چې د یو این ایچ سي ار له لوري ۲۰۱۰ کال کې د همدې موضوع په اړه تر سره شوې وه څه ډول توپیر موجود دی:

''هغه بېله څېړنه وه، خو په دغه هڅه څېړنه کې موږ هڅه کړې هغه لاملونه معلوم کړو، چې ولې دغه زلمیان له هېواده وتلو ته زړه ښه کوي. زموږ څېړنه ښيي، چې بې وزلې، د کورنیو تمې، د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل دي، چې دغه زلمیان په خطرناکو لارو له هېواده ووځي. موږ د څېړنې خپرو شویو پایلو سره د ستونزې د حل لپاره وړاندیزونه هم یو ځای کړي دی.''

څېړنه ښيي، چې بهر ته په یوازې سر د تلونکو زلمیانو عمرونه له ۱۳ کلنۍ تر ۱۷ کلنۍ پورې وي او د ډېری هغو کورنۍ وايي د لارې له خطرونو خبر وي، خو بیا هم په افغانستان کې ، چې سیمه کې هم له تر ټولو بیوزله هېوادونو نه یو دی اوسنی حالت دغه زلمیان اړباسي، چې د خپلو کورنیو په غوښتنه پر دغو خطرونو سترګې پټې کړي او ډېری یې د هرات، نیمروز له لارې د ایران ته او له هغه ځایه د اروپايي هېوادونو په سفر وځي.

د یو این ایچ سي ار ویاند نادر فرهاد په بهر کې د پناه غوښتونکو افغان ماشومانو شمېر ښيي:

''د ۲۰۱۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۱۹۰۰۰ افغانانو د نړۍ په ۴۴ صنعتي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه. دغه شمېره د ۲۰۱۳ پرتله لږ زیاتوالی ښيي. خو دا چې د دغو کسانو له ډلې څومره یې ماشومان دي، په دې اړه به د نورو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته خبرې وکړو، خو ټول کې د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې د هغو ماشونا له ډلې، چې د پناه غوښتنه یې کړې وه، ۴۴ سلنه یې افغانان وو.''

په داسې حال کې، چې اوسمهال بهر ته د تلونکو افغان ماشومانو کره شمېرې معلومې نه دي، خو د تېرې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و، چې یوازې له ایرانه اته زره افغان ماشومان د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.

یاد کمېسیون دا هم ویلي و، چې ایران ته د افغان ماشومانو قاچاق د وړم کال پرتله لس سلنه زیات شوی دی.