پنتاګون د افغان امنیتي ځواکونو محرم معلومات افشا کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو شپږو کلونو کې،‌ د امریکا دفاع وزارت هر څلور میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اړوند معلومات او لګښتونه،‌ او په افغانستان کې د ټولو افغان امنیتي ځواکونو د وضعیت په اړه معلومات سیګار ته ورکول.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون)‌ ویلي د افغان پوځ ځینې هغه معلومات به افشا کړي، چې وړاندې محرم ګنل شوي‌وو.‌

رویټرز خبري اژانس پخپل یوه راپور کې ویلي، پنتاګون وروسته تر هغه دا ګام اخلي چې د بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې (سیګار) د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د پنتاګون له لوري د ځینو معلوماتو په پټولو نیوکه کړې وه.‌

د امریکا د دفاع وزارت دا هم ویلي، افغان دولت ترې د خپلو امنیتي ځواکونو اړودو معلوماتو جزییات غوښتي وو چې عامو خلکو ته یې اعلان کړي.

خو اوس د سیګار ویاند منلې ده وسمهال د هغو معلوماتو د لویې برخې معلوماتو د افشا کولو ښه وخت دی چې سیګار یې مخکې د غیر محرمانه کولو غوښتونکی و.‌

په تېرو شپږو کلونو کې،‌ د امریکا دفاع وزارت هر څلور میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اړوند معلومات او لګښتونه،‌ او په افغانستان کې د ټولو افغان امنیتي ځواکونو د وضعیت په اړه معلومات سیګار ته ورکول.

خو د تېر ۲۰۱۴ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې،‌ پنتاګون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو اړوند معلومات محرم دي او هغه یې سیګار ته نه استول.

د انځور حقوق
Image caption سیګار پوښتلي وو، څومره پیسې د افغان پوځ پر روزنې لګول شوې او افغان هوايي ځواک څومره الوتکې په واک کې لري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل ویلي و، ځینې معلومات باید د افغان ځواکونو د ساتنې پخاطر پټ وساتل شي.‌

خو سیګار د امریکا پوځ له دې اړخه تورن کړی، چې ګني امریکایانې له دغو معلوماتو خبرولو لیرې ساتلي چې د سیګار په اند،‌ په افغانستان کې د امریکا د پروګرامونو بریا او یا پاتې راتلل له معلوماتو ورکولو ممکن نه دي.

جنرال کمپبل وايي، د سیګار له غوښتنې وروسته، د امریکا پوځ د افغان پوځ اړوند معلومات او اسناد بیا وارزول او هغه چې د خپراوي وړ وو،‌ د محرمانه معلوماتو له ټولګې وایستل شول.

هغه معلومات چې وړاندې د امریکايي پوځیانو له خوا محرم ګڼل شوي وو،‌ د افغان هوايي ځواکونو اړوند او همدارنګه د افغان ځواکونو د وړتیا، سمبالښت او توکو په اړه معلومات پکې وو.

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption په تېرو ۱۳ کلونو کې، امریکا په افغانستان کې تر ۱۰۰ میلیارد ډېر ډالر لګولي، چې ۶۵ میلیارده یې د افغان امنیتي ځاوکونو پر روزنې او سمبالښت لګولي دي.

سیګار پوښتلي وو، څومره پیسې د افغان پوځ پر روزنې لګول شوې او افغان هوايي ځواک څومره الوتکې په واک کې لري.

لاهم کره نه ده چې څومره محرم اسناد به خپاره شي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت د تېر ۲۰۱۴ کال په ختېدو سره پای ته ورسې، خو لاهم نژد ۱۲ زره بهرني پوځیان،‌ چې ډېری یې امریکایان دي، په افغانستان کې پاتې شوي،‌ چې ظاهراً یې دنده یوازې د افغان ځواکونو پر روزنې پورې محدوده ده.‌

په تېرو ۱۳ کلونو کې، امریکا په افغانستان کې تر ۱۰۰ میلیارد ډېر ډالر لګولي، چې ۶۵ میلیارده یې د افغان امنیتي ځاوکونو پر روزنې او سمبالښت لګولي دي.

د انځور حقوق MoD

ورته مطالب