کابینه کې د ښځو پر کمې ونډې اعتراض

د انځور حقوق AWN
Image caption ولسي جرکې ته له دریو ورپيژندل شویو میرمنو یوې د تایید رایه تر لاسه نه شوای کړی او دویمې کاندید وزیرې دوه ګونی تابعیت درلود او دریمې کاندیدې ته لا د رایو صندوق نه دی ایښودل شوی.

په پلازمینه کابل کې لسګونو میرمنو د یوه لاریون پرمهال په نوې کابینه کې دښځو پر ونډې اعتراض کاوه او د هغوی برخه یې پیکه بلله. دوی د حکومت په لوړو پوستونو کې دوړتیا له مخې د ښځو پرګمارنې ټینګار کاوه. ولسمشر اشرف غني د کابینې د جوړیدو پرمهال ژمنه کړې وه څلور وزارتونه به میرمنو ته ورکوي.

حفیظ‌ الله معروف پخپل راپور کې وايي، دا هغه لسګونه میرمنې دي چې په پلازمینې کابل کې داعتراض په ډول سړکونو ته راوتلي او له نوي حکومت نه د دوی په ټکو خبل حق غواړي.

دغه فعالانې وايي، په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ۳۸ سلنه ونډه دمیرمنو وه خو وايي اوس یې پرحق سترګې پټیږي. دوی د نوي حکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې د ټآکنیزو منډو ترړو پرمهال له میرمنو سره کړې ژمنې پلې کړي.

دوی دارنګه وايي د کابینې ترڅڼګ دې میرمنو ته د والیانو، سفیرانو او ریاستونو په څیر په لوړ دولتي پوستونو کې ځای ورکړي.

د ښځو فعال حسینه صافي خبرداری ورکوي که له دوی سره په کړو ژمنیو وفا و نه شي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې ونډه نه اخلي:

''که دافغانستان حقه غوښتنې چې اوس مو په لاریون کې تاسې روښانه کړې، پوره نه شي نو ښځې به په پارلماني ټاکنو کې ګډون ونه کړي''.

د انځور حقوق AWN
Image caption د ښځو فعال حسینه صافي خبرداری ورکوي که له دوی سره په کړو ژمنیو وفا و نه شي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې ونډه نه اخلي:

ولسمشر اشرف غني د کابینې له جوړیدو مخکې ژمنه کړې وه، چې نوې جوړیدونکې کابینه کې به د میرمنو لپاره څلور وزارتونه ځانګړې کوي. خو ولسي جرګې ته له دریو ورپيژندل شویو میرمنو یوې یې دوه ګونی تابعت درلود، دویمې کاندیدې ونه شوای کړی چې د تایید رایه تر لاسه کړي او د دریمې هغې لپاره لا رایه اچونه نه ده شوې.

اوس ولسمشر غني د هغې کاندید وزیرې پر ځای چې دوه ګونی تابعیت یې درلوده، نارینه نوماند ولسي جرګې ته معرفي کړی دی. لا تراوسه مالومه نه ده، چې ولسمشر غني به د کابینې دپاتې ۱۷ غړو کې څو څوکۍ میرمنو ته ورکړي.

خو د لاریون ډیری کډونوال پر دې باور وو چې د میرمنو حقونه ډیری وخت په افغانستان کې د سیاسي معاملو قرباني شوې دي. په همدې حال یوه تازه سروې هم ښيي چې په دغه هیواد کې د میرمنو محدودیتونو په تیرو اوو کلونو کې لا ډیر شوې دي.

ورته مطالب