'د نیمروز انسان تښتوونکي اعدام نه،‌ بلکې نښته کې وژل شوي'

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان لوېدیځ نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، هغه درې انسان تښتوونکي چې په تېره چارشنبې یې مړي د دلارام ولسوالۍ بازار کې د قهرېدلو خلکو له خوا ځړول شوي وو، اعدام شوي نه دي او د تښتول شوي ماشوم د خپلوانو او تښتوونکو ترمنځ په نښته کې وژل شوي.

هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده پخپل راپور کې وايي، د دلارام د امنیې قوماندان سید نجیب الله وایي د ماشوم خپلوان له پولیسو سره له همغږۍ پرته د سړي تښتونکو سیمې ته ورغلی وو.

هم مهاله، د دلارام ولسوالۍ یوه قومي مشر بي بي سي ته ویلي، سړي تښتونکي طالبانو وژلي.

دولس کلن ماشوم چې دوې ورځې مخکې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی وو روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ستون شوی خو د تښتونکو د وژل کیدو د څرنګوالي په تړاو مختلفې څرګندونې کیږي.

د نیمروز د دلارم ولسوالی د امنیې قوماندان سید نجیب الله وایی چی سړی تښتونکي اعدام شوي نه دي بلکې په وینا یې د تښتول شوي ماشوم د خپلوانو سره په نښته کې وژل شو:

''سړي تښتونکي درې تنه وو چې له دې ځایه یې یو ماشوم تښتولی وو . بیا د ګلستان ولسوالۍ یوشمیر وګړي چې وسلې یې درلودې راغلي او د ماشوم له خپلوانو سره یوځای د تښتونکو سیمې ته تللي وو چې د هلمند ولایت په مربوطاتو کې موقعیت لري. هلته نښته شوې. خلکو ماشوم راخلاص کړی. درې سړي تښتونکي په نښته کې وژل شوي. خلکو بیا د سړي تښتونکو مړي دلارام ته راوړي وو او پرته له دې چې پولیس خبر کړي ځړولي یې وو. موږ بیا مړي د دوی نه واخیستل او اوس د ملي پوځ په سړه خونه کې ساتل کېږي.''

نوموړی چارواکی زیاتوي په نښته کې له هغې ډلې هم چې د ماشوم د خلاصولو لپاره تللي وو یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

ویل کېږي د هغې کورنۍ زوم چې ماشوم یې تښتول شوی وو له تښتونکو سره اړیکې درلودې او له همدې لارې د سړي تښتونکو استوګنځی موندل شوی.

خو د دلارم یو قومي مشر حاجي عمیدالله وایي سړي تښتونکي د ماشوم خپلوانو نه بلکې وسله والو طالبانو کلابند او بیا وژلی دی:‌

''طالبان چې راورسېدل کور یې کلابند کړ، غله یې ضربه کړل (ویې ویشتل) ، هغه د دوی زوم چې ورسره تللی وو او لاربلدي یې کوله، هغه هم طالبانو ورڅخه بېولی او ویل یې چې پوښتنې ورڅخه کوو. بیا خلکو مړي راپورته کړل او دلارام ته یې راوړل. دلته یې په بازار کې پر لوحې باندې وځړول. بیا قوماندان د امنیې قومندانۍ ته عذر وکړ او ډیر تپ او تلاش یې وکړ. بیا د دې خلکو سره لږ ناسته ولاړه او نمک خوري لرمه، عذر مې وکړ چې دا کار د حکومت توهین دی او بیا دا خلک مړه دي او نوره ګټه نه کوي. بیا خلکو زموږ عذر ومانه.''

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څرګندونې نه دي کړی.

سیمه ییز چارواکي هم وایي څېړنې روانې دي او تراوسه د دې ماشوم تښتونې انګیزه نه ده روښانه شوې.

ورته مطالب