د جنورۍ په میاشت کې ۲۴ زره افغانان د پاکستان پرېښودو ته "اړ" شوي

Image caption یو شمېر افغانان د "ناوړه چلند" له امله پاکستان خوشې کوي.

د کډوالو چارو نړیوالې ادارې اعلان کړی چې له پاکستانه افغانستان ته د بېرته تلونکو بې اسناده افغانانو شمېر "خورا زیات" شوی دی.

دغې ادارې ویلي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې ۲۴ زره افغانان له پاکستانه تللي، په داسې حال کې چې نږدې همدومره شمېر افغانان په ټول ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته ستانه شوي وو.

دغه نړیواله اداره وايي چې د افغان کډوالو د ډله اییز ستنېدو لړۍ پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د طالبانو له برید او دغه هېواد کې د افغانانو او د کوربه ټولنې تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا له کبله پیل شوه.

همدا راز دغې ادارې ویلي چې یو شمېر افغانان د "ناوړه چلند" له امله پاکستان خوشې کوي.

افغانستان کې د کډوالو چارو د نړیوالې ادارې مشر ریچرډ ډنزینګر وویل:

"دا هر څه د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید وروسته پیل شول. کله چې د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته شي، خلک بهرنیان پړ ګڼي".

په دغه میاشت کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا په زوره له پاکستان ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي چې پاکستان کې مېشتو افغانانو د پولیسو د ناوړه چلند د پېښو او د دوی پر کورونو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.

د زرګونو کډوالو په ناڅاپي ډول ستنېدو د افغانستان پر محدودو سرچینو فشار راوړی چې له کبله یې یوازې تر ټولو ډېرو اغېزمن شویو کډوالو سره مرستې کېږي.

ښاغلي ډنزینګر وویل چې یوازې لس سلنه بېرته ستنو شویو مرستو ته لاسرسی درلود او د کډوالو اداره اړه شوه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران سره پر پوله له سیمو د خپلو مرستو یوه برخه دغو کډوالو ته ولېږدوي.

دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې له کډوالو سره د مرستو لپاره ۱،۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

ویل کېږي پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان اوسېږي چې نږدې یو میلیون یې ثبت شوي نه دي او د کډوالۍ حیثیت نه لري.

ورته مطالب