کونړ: ښوونځی او کلینیک په بمونو الوځول شوي

تېره شپه د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې وسلوالو د نجونو یو ښونځی او یو روغتیايي مرکز په بمونو الوځولي دي. د ناړۍ پوهنې مدیر وايي په ړنګ شوي ښونځي کې دوه سوه دوه پنځوس نجونو زده کړې کولي.

چارواکي وايي په ښونځي کې دیني کتابونه او قرانکریم نسخې هم له منځ تللي.

دا په کونړ کې پر ښونځيو او روغتیايي مرکزونو د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده. تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی او وسله وال طالبان وايي په سیمه کې د دغې پېښې په اړه پلټنه کوي.

د هغو سلګونو نجونو هیلې په اوبو لاهو شوې چې تېره شپه ترې وسلوالو د ناړۍ ولسوالۍ دساو په سیمه کې ښونځی په بمونو والوځاوه.

د ناړۍ ولسوالۍ د پوهنې مدیر مولوي عبدالقیوم وايي ښونځی په بشپړه توګه له منځه تللی او دقرانکریم ګڼې نسخې هم ټوټه ،ټوټه شوي.

'دا منځنی ښوونځي وو. ۲۵۲ زده نجونو پکې درس وایه. کتابونه او قران شریفونه پکې ټوټه، ټوټه پراته دي. دغې پیښې معارف ته لویه صدمه ورسوله'

د ناړۍ ولسوال محمد رحمان دانش وايي تېره شپه وسلوالو لومړی د کلي خلکو ته له کورونو نه د راوتلو ویلي وو او وروسته ېې کلینیک او دنجونو ښونځی په بمونو الوځولي.

' تېره شپه طالبان راغلي وو او دغه سیمه یې محاصره کړې وه. خلکو ته ویلي وو، چې له کورونو مه راوځئ. بیا یې د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی و. شیرګل دره کې د کلینیک سب سنټر یې هم الوځولی دی او دواګانې یې هم له ځان سره وړې دي'

نه یواځې ښونځی ړنګ شوی، بلکې په ورڅېرمه کلي شیرګل کې یو روغتیايي مرکز هم په ورته ډول ړنګ شوی.

د ویجاړ شوي ښونځي زده کونکې اوس خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او له حکومت نه دښونځي بېرته رغول غواړي. یوه زده کونکې وايي:

' نوم مې ګلالۍ ده. یوه ډز مو واورید چې خبر شوو، ښوونځی یې الوځولی و. د کلي ټولې نجونې به ورتلې. موږ ته دې حکومت بېرته مکتب جوړ کړي، موږ غواړو چې استادانې شو، داګترانې او انجینرانې شو '

که څه هم سیمه ییز چاورواکي د دغه ښوونځي او روغتیايي مرکز د الوځولو پړه پر طالبانو وراچوي خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دوی ښوونځي نه سوځوي او په سیمه کې د دغې پيښې په اړه پلټنې کوي.

دا په کونړ کې په تېرو دیارلسو کلونو کې دخپل ډول لومړنۍ پېښې دي چې کلینیک او ښونځي پکې له منځه وړل کېږي.

د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې د ناامنیو له ویرې بیا سلګونه ښوونځي د زده کونکو پرمخ تړلې دي او زرګونه زده کوونکي یې له زده کړو محروم پاتې دي.