پلخمري نساجي کارګرانو د لویې لارې تړلو ګواښ کړی

Image caption کارګرانو له پلازمېنې د هېواد شمال ته د غځېدلې لویې لارې تړلو ګواښ کړی

د پلخمري نساجي کارګران وايي، که دوی ته خپل کورونه ور نه کړل شي، له پلازمېنې کابله به شمال ته غځېدلې لاره د ترافیکو پر مخ وتړي.

دوی وايي د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، له دریو کلونو راهیسې هغه استوګنیز کورونه چې د نساجي فابریکې ملکیت دی، له زرو ډېرو کارکونکو ته وېشل شوي دي.

وايي د دغو کرونو سندونه هغو کارګرو ته ورکړل شوي، چې په فابریکې کې له ۱۲ کلونو ډېره کاري تجربه لري.

خو د کارګرو په استازیتوب ابراهیم حبا بي بي سي ته ویلي، چې د یوشمېر سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ځینو زورواکو اوس هم د دوی ۷۵ کورونه غصب کړي دي.

د بغلان سرپرست والي سلطان محمد عبادي هم دغه ستونزه مني، خو په دې اړه یې پلاوی ټاکلی، چې وايي ژر به دغه ستونزه حل کړي.

په افغانستان کې د ځمکو غصب هغه ستونزه ده، چې له ډېره وخته یې حکومت ته سرخوږی جوړ کړی.

د جګړو په کلونو کې نه یوازې دا چې حکومتي ځمکې غصب شوې، بلکې د ولس شخصي ځمکې او جایدادونه هم د ځینو زورواکو له لوري غصب شوې دي.