زابل: یوه سړي د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي

د انځور حقوق
Image caption پولیس وايي قاتل په نشه کولو روږدی و

زابل کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۷ غړي په ډزو سره وژلي دي.

په زابل کې یو کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي په ډزو سره وژلي او برید کونکي بیا د پولیسو له خوا وژل شوی دی.

دغه پېښه د جمعي په سهار شاوخوا ۳ بجې د زابل مرکز کلات کې رامنځته شوې. د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایې چې برید کونکې احسان الله نومیږي چې د ده په خبره په نشه يي توکو روږدی و.

ښاغلی فراهي وایې، چې په وژل شویو کې د احسان الله دووه وروڼه، د هغوی مېرمني او ورېرونه شامل دي.

د پولیس دغه مشر وایي، چې خپله احسان وروسته له هغه چې د کورنۍ غړي یې ووژل، له کوره تښتېدلی چې بیا وروسته وايي د پولیسو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی.

چارواکي وایی، چې لاهم د دغه برید انګیزه معلومه نه ده.

خو د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهې وایې چې برید کونکي په نشه یې توکو روږدې کس و چې څو ورځې مخکې له زندانه خوشی شوی و.