د جهادي مشرانو څرګندونې، افغان حکومت غبرګون څرګند کړ

د انځور حقوق
Image caption د افغان حکومت د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله غبرګون په زیږه ژبه و

افغان حکومت د یو شمېر جهادي مشرانو د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې خبر دارى ورکوي، که هر څوک او هره ډله اوسنۍ ستونزې له پامه غورځوي او یا داسې څه تر سره کوي چې د افغانستان ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي، وايي پايلې به یې ډېرې ناوړه وي.

تېره ورځ ( فبروري ۱۵ ) جهادي مشرعبدرب الرسول سياف له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کليزې مراسیمو کې په حکومت د سختو نيوکو تر څنګ وويل، مجاهدينو پرېکړه کړې چې يو بل سره نږدې شي او د سترو هېوادنیو ګټو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې پیل کړي.

محمود کوچی خپل رپوټ کې کاږي، چې که څه هم چې د دغو جهادی مشرانو دغه څرګندونې نوې نه دي، خو له کله نه چې افغانستان کې نوي وزیران وټاکل شول، ورسره د یو شمېر جهادي مشرانو تند غبرکونونه هم راوپاریدل.

خو له هغه وروسته د افغان حکومت د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله غبرګون تر هغو نیوکو ډېر په زیږه ژبه و، چې جهادي مشرانو څرګندې کړې وې، ښاغلي عبدالله وويل چې په کابينه کې جهاد معيار نه دى او د کابینې ټول غړي د وړتیاوو له مخې ټاکل شوي دي:

'د جهادي ارزښتونو زیانمنیدل که د یو یا څو کسانو سره تړلي وي، نو ځای نه نیسي، خو زه له دې فکر سره هم همغږی نه یم چې که زه رییس یا وزیر یم، د جهاد قدر شوی او که نه وم نو بیا ستونزې زیاتیږي.'

ښاغلي عبدالله د اتو نویو وزيرانو د کار په لومړیو شپو ورځو کې د وزيرانو شورا په لومړۍ ناسته کې دغه څرګندونې کولې.

هغه له افغانستانه د سرو لښکرو د اېستلو ویاړ د ټولو افغانانو ګډ ویاړ وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اوسنیو ستونزو ته هر څوک چې د هېواد ستونزو ته په کمه سترګه ګوري او د افغانستان اړتياوو ته په نه پاملرنه اقدام وکړي، په وینا یې ناوړه پايلې به ولري.