کندهار کې د طالبانو غلچکي برید ۶ ملي پولیس وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د روانې فبرورۍ پر دویمه هم د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې دوو پولیسو پر خپلو ملګرو د ټوپک خولې وراړولې وې چې د پوستې د قومندان په ګډون یې خپل اووه ملګري وژلي.

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه غلچکي بريد کې شپږ ملي پوليس وژل شوي.

پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ څلور بجې د میوند ولسوالۍ د (بند تيمور) د پرنګ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانی وايي، پوليس سيمي ته د ماينونو د خنثی کولو لپاره تللي و چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ.

ځینې راپورونه وایي چي لومړی وسله والو په یوه کور کې چاودنه کړې، چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغلي.

د کندهار د پولیسو ویاند زیاتوي، د پېښې په ځای کې پوليسو ته دوه موټر، دوه موټرسايکلونه او نژدې سل ماينونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روانې فبرورۍ پر دویمه هم د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې دوو پولیسو پر خپلو ملګرو د ټوپک خولې وراړولې وې چې د پوستې د قومندان په ګډون یې خپل اووه ملګري وژلي.

ورته مطالب