افغان ملي امنیت د ملا عبدالرؤف ناسم انځور له خپرولو بښنه غوښتې

د انځور حقوق NDS
Image caption ملي امنیت په یوه لنډه څرګندونه کې ویلي، خپور شوی انځور د شاه ولي خان دی، چې په تېروتنې د ملا عبدالرؤف پرځای خپور شوی، چې د دواړو څېرې ډېر ورته والی لري.

په افغانستان کې د ملي امنیت ادارې په هېواد کې د داعش ډلې د مشر ملا عبدالرؤف د "ناسم انځور" په خپرولو بښنه غوښتې ده.

ملا عبدالرؤوف یوه اونۍ مخکې هلمند کې ووژل شو.

د دلوې/سلواغې پر ۲۰مه، د ملي امنیت په یوه ویناپاڼه کې، چې په درو ژبو خپره شوې وه ویل شوي "د شاه ولي خان په نامه د یوه کس انځور په تېروتنې سره" د ملا عبدالرؤوف په نامه خپور شوی دی.

ملي امنیت ویلي وو چې ملا عبدالرؤف د هلمند کجکي ولسوالۍ کې له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوی.

پر همدې مهال، ځینې نور رپوټونه وايي، چې ملا عبدالرؤف د بې پیلوټه څارګرې الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی، خو لاهم روښانه نه ده چې د وژل شوي مړی له چا سره دی.

ملا عبدالرؤف د طالبانو د تحریک مخکینی قومندان و، چې په وروستیو کې یې له "اسلامي دولت" مخکیني (داعش) سره د یوځای کېدو اعلان کړی و.

ملي امنیت ددغه عکس خپرول "تېروتنه" ګڼې ده، چې وايي د ملا عبدالرؤوف پر ځای د بل چا عکس په غلطۍ خپور شوی دی، چې په عکس کې اصلي سړی ملا شاه ولي نومېږي، او افغانستان له د داعش له مشر ملا عبدالروف سره هېڅ تړاو نه لري.

د انځور حقوق bbc
Image caption ملي امنیت ددغه عکس خپرول "تېروتنه" ګڼې ده، چې وايي د ملا عبدالرؤوف پر ځای د بل چا عکس په غلطۍ خپور شوی دی، چې په عکس کې اصلي سړی ملا شاه ولي نومېږي، او افغانستان له د داعش له مشر ملا عبدالروف سره هېڅ تړاو نه لري.

تر اوسه له بېلابېلو سرچینو د ملا عبدالرؤف په نامه ګڼ انځورونه خپاره شوي، خو هېڅ کوم خپلواک بنسټ په رسمي توګه تر اوسه دغه انځورونه نه دي تایید کړي.

ملي امنیت په یوه لنډه څرګندونه کې ویلي، خپور شوی انځور د شاه ولي خان دی، چې په تېروتنې د ملا عبدالرؤف پرځای خپور شوی، چې د دواړو څېرې ډېر ورته والی لري.

د افغانستان ملي امنیت وايي، په دې تېروتنې له شاه ولي خان او د هغه له کورنۍ بښنه غواړي او "په دې کار سره چې د هغه کورنۍ څومره اندېښمنه شوې ده، بښنه ترې غواړو".

ورته مطالب