کندهار:افغانستان بانک نه ۵۰ میلیونه افغانۍ غلا شوې

د انځور حقوق DBA
Image caption د کندهار امنيتي چارواکي وايې، چې په دې اړه یې پلټني پيل کړې

په کندهار کې د افغانستان بانک چارواکي وایي د دوی له يوې څانګې تر پنځوسو ميليونو افغانیو ډېرې پېسې تښتول شوې دي.

چارواکي وایي دغه پېسې د بانک د یو شمیر مامورینو لخوا تښتول شوې دي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې او د پېښي څېړنې لپاره له مرکزه هم يو پلاوی ټاکل شوی چې وايي ډېر ژر به کندهار ته ورسیږي.

له کندهاره مامون درانی د کندهار سمیه ییزو چارواکو له قوله کاږي، چې دوې ورځې مخکې په دغه ولایت کې د افغانستان بانک د یوې څانګي مشر له دوو مامورينو سره یو ځای څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ تښتولې.

په سویل لوېديځه حوزه کې د افغانستان بانک رييس فضلي احمد عظیمي وایي، دغه مامورین د پېسو له لوټلو وروسته له خپلو کورنیو سره پاکستان ته تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه چې د بانک د خزانې کليانې د يوه کمېسيون له غړو سره وې، خو دا چې د بانک مدير له تېرو شپږو کلونو راهيسې دنده ترسره کوله، ټولو د باور له مخې کليانې هغه ته ورکړې وې.

د کندهار امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانی بیا وایي، د افغانستان بانک له مرکزي دفتره يو پلاوى کندهار ته ځي او له پلټنو وروسته به معلومه شي چې څومره پېسې تښتول شوې دي.

سپین بولدک چي له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده د کندهار له مهمو تجارتي او کاروباري ولسوالیو نه شمېرل کېږي، هلته د ښاروالۍ، ټرانسپورټ د عوايدو ترڅنګ زيات ګمرکي عوايد همدې بانک ته تحويلېدل.