'د کابل اسلام اباد ترمنځ‌ د ترهګرۍ ضد همکاري د معجزې حد ته رسېدلې'

Image caption نثار علي خان وايي، تر هر بل وخت اوس د افغانستان او پاکستان اړیکي ډېر نژدې او خواږه شوی دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان ویلي، تر هر بل وخت اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ښه شوي او د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ هم په اړیکو کې د ډېر باور فضا رامنځ ته شوې ده.‌

ښاغلي علي خان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره واشنګټن کې وویل:‌ ''زه فکر کوم چې د ترهګرۍ د مبارزې په برخه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري یوه معجزه وي.''

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه والی یو ''ډېر لوی مثبت بدلون'' ګڼلی دی.

د پاکستان د پوځ‌ مشر جنرال راحیل شریف د تېرې سې شنبې په ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سیمې د امنیت د پیاوړتیا او د طالب جنګیالیو پروړاندې د عملیاتو د دوام په تړاو خبرې کړې وې.‌

افغان سرچینو ویلي وو،‌ چې د پاکستاني پوځ مشر ښاغلي غني ته ویلي،‌ د طالبانو د کوټې شورا او د حقاني شبکه ''سل په سلو کې'' د افغانستان له دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شوي دي، خو د ملا محمد عمر اجازه باید واخیستله شي.

افغان سرچینې وايي د پاکستان مشرتابه طالبانو ته ویلي، که چېرې د سولې بهیر ته راستانه نه شي، د دوی پناځایونه به له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم له ښاغلي خان سره د دوو ګاونډیانو ترمنځ‌ د بې سابقې ښو اړیکو ستاینه کړې ده، چې په وینا یې،‌ دغه ښه اړیکي د یولړ ښو پایلو د لړۍ پیدا کېدو لامل ګرځېدلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي:‌ ''په تېرو څو میاشتو کې زما په اند د ښاغلي کيري او د اوباما د دولت د هڅو پایله کې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې هم د بې سابقې باور او همکارۍ فضا پیدا شوې ده.''

داسې ګڼې نښې لیدل کېږي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان په تړاو بېل سیاست او دریځ غوره کړی دی، او هڅه یې دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ اړیکي د ترینګلتیا له فضا راووځي او پر دوستۍ واوړي.

د افغانستان نوي ولسمشر واک ته له رسېدا وروسته لومړی بهرنی سفر پاکستان ته وکړ چې بیا وروسته د پاکستان پوځي او سیاسي مشرانو هم څو ځلې کابل ته رسمي سفرونه وکړل.‌

که څه هم ښاغلي غني هند ته سفر نه دی کړی،‌ خو ځینې شنونکي دا ګام د پاکستان د نژدې کولو او مثبت نظر ډېرولو په موخه یو مثبت ګام بولي.

د تېر کال دسمبر میاشت کې د خیبر پښتونخوا پېښور پر یوه پوځي ښوونځي تر خونړي برید وروسته پاکستان کې هم د یوه داسې بدلون نښې لیدل کېږي چې دولت او سیاسي ګوندونه یې له افغانستان سره د همکارۍ او همغږۍ لپاره ګامونو اخیستو ته زړونه ښه کړي دي.

ورته مطالب