د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته په سفر ورسېد

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان کې د داعش ډلې شتوالي په اړه پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي کارتر ویلي، هغه رپوټونه چې تر اوسه ما لیدلي د دوی خورا لږ شمېر ښيي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې د دفاع وزیر په توګه پر دنده له ګومارل کېدو څو ورځې وروسته، آش کارتر افغانستان ته په یوه سفر رسېدلی دی.

نوموړی وايي د دغه هېواد لپاره تل پاتې بریا غواړي. ښاغلی کارتر به دغه نا اعلان شوي سفر کې له افغان مشرانو او امریکايي قومندانانو سره وویني.

نوموړی وايي داسې حال کې یې د افغانستان سفر ته لومړیتوب ورکړی، چې ۱۰۰۰۰ امریکايي پوځیان لا هم دغه هېواد کې دېره دي او وايي ' تل یې لومړی ذهن کې دي'

تېر دسمبر کې بهرنیو پوځیانو افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه، خو دغه هېواد کې لا هم جګړه دوام لري.

هغه امریکايي پوځیان، چې لا هم افغانستان کې پاتې دي، د افغان پوځیانو روزنې او هغوی ته د سلا مشورې ورکولو ماموریت پر مخ بیايي.

ښاغلي کارتر چې د پنجشنبې په ورځ یې لوړه کړې وايي:

'افغانستان کې موږ داسې بریا غواړو، چې تل پاتې وي. دا چې څنګه دغه هدف ته ورسیږو، دقیقاً هغه څه دي، چې د ارزونې لپاره یې زه دلته یم'

هغه راتلونکي کې د پالیسۍ بدلونونو په اړه هغو خبریالنو ته لږ معلومات ورکړي، چې ده سره یې سفر کاوه.

خو اوسنی پلان داسې دی، چې د سږ کال تر پایه به د امریکايي پوځیانو شمېر ۵۵۰۰ کسانو ته ټیټ شي.

کانګریس کې پر دغه پالیسي د جمهوریت غوښتونکو له لوري برالا نیوکې شوې. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، غواړي، چې د پوځیانو وتلو بهیر سوکه شي.

افغانستان کې د داعش ډلې شتوالي په اړه پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي کارتر ویلي:

'هغه رپوټونه چې تر اوسه ما لیدلي د دوی خورا لږ شمېر ښيي.'

ښاغلي کارتر له ولسمشر غني سره د لیدنې کتنې تر څنګ افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال جان کمپبل او د مرکزي قومندې له مشر جنرال لوید اشتین سره هم ویني.

دغه سفر داسې مهال تر سره کېږي، چې ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو خلاف د جګړې له پیله وروسته تېر کال د افغانستان لپاره تر ټولو خونړی و.

دغه کال مودې کې د افغان امنیتي ځواکونو نژدې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي ۲۰۱۴ کال اوږدو کې د ملکي افغانانو تلفات هم ۲۲ سلنه ډېر شوي دي.

له هغه وروسته، چې ۲۰۰۹ کال کې ملګرو ملتونو د ملکي خلکو تلفاتو شمېر ثبتول پیل کړي ۲۰۱۴ تر ټولو خونړی هغه بلل کېږي، چې وايي دغه کال مودې کې ۳۶۹۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۸۴۹ کسان ټپیان شوي دي.

دغه شمېرې ښيي، چې لومړی ځل د سړک غاړې ماینونو چاودنو پرتله د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ مخامخ جګړو کې ډېر خلک وژل شوي دي.