اشتن کارتر: د پوځیانو وتلو پر پلان له سره غور کوو

د انځور حقوق Reuters
Image caption دامریکا له دفاع وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ښاغلي غني د سولې خبرو ته هم اشاره دلوده

د امریکا نوی دفاع وزیر وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان له سره غور کوي.

اشټون کارتر چې په خپل لومړني سفر افغانستان ته تللی، له ولسمشر اشرف غني، اجرایي مشر عبدالله عبدالله او ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره یې لیدنې درلودې.

د پخواني پلان له مخې ټاکل شوې چې په افغانستان کې دېره دامریکا شاوخوا لس زر سرتېري د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني چې په کابل کې له ښاغلي کارتر سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وايي، چې د سولې خبرو ته هیلمند دی.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، چې د امریکا نوي دفاع وزیر له ټاکل کېدو یواځې څو ورځې وروسته خپل لومړنی رسمي سفر افغانستان ته درلود.

اشټون کارتر له ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه به د امریکا يي ځواکونو د وتلو پر پلان له سر غور وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګړیز ماموریت له وړاندې پای ته رسیدلی خو لا هم شاوخوا لس زره سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې، سمبالښت او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره په دغه هېواد کې مېشت دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا له افغان حکومت نه د خپل دولت د اوږدمهالي ملاتړ ژمنه تازه کړه

د پلان له مخې، ټاکل شوې دغه ځواکونه په تدریجي ډول په دوو کلونو کې له افغانستانه ووځي، خو ښاغلی کارتر وايي چې ولسمشر غني او ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې میاشت په امریکا کې پر دغه پلان له سره کتنه وکړي.

' د سرتېرو شمېر- هغسې چې مخکې مې وویل تر غور لاندې دی. دا داسې یوه موضوع ده چې ولسمشر غني به له ولسمشر اوباما سره امریکا ته دسفر پرمهال پرې خبرې وکړي. دا د دوی لپاره د غور مهمه موضوع ده. خو دا یواځې یوه مسله ده، ښايي دواړه لوري د خبر پرمهال پر ډېرو نورو مسایلو هم خبرې وکړي، هغسې چې موږ نن سهار خبرې پرې وکړې.'

د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا له افغان حکومت نه د خپل دولت د اوږدمهالي ملاتړ ژمنه تازه او ټینګار یې کاوه چې په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه نه ورکوي.

د انځور حقوق AP
Image caption اشټون کارتر چې په خپل لومړني سفر افغانستان ته تللی، له ولسمشر اشرف غني، اجرایي مشر عبدالله عبدالله او ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره یې لیدنې درلودې.

ټاکل شوې ولسمشر غني راتلونکې میاشت امریکا ته په رسمي سفر لاړ شي. ښاغلي غني هم وړاندې داسې یادوونه کړې وه چې ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان له سر غور وکړي.

دامریکا له دفاع وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ښاغلي غني د سولې خبرو ته هم اشاره دلوده. ولسمشر دسولې خبرو ته هیلمندي ښووله.

' په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه په تېرو ۳۶ کلونو کې بهتره نه وه. زموږ لاره له لاسته راوړنو سره مله ده او موږ هیله مند یو. خو د سولې په بهیر کې قاطع ځواب خطر ناک دی. ما د سولې له سلو نه ډېرې هوکړې کتلې دي او په دې اړه مې په ۲۰۰۷ کال کې یوه اوږده لیکنه هم کړې ده. سوله هغه وخت ټینګیدای شي چې د ټولو ستونزو په اړه هوکړه وشي. زموږ لوری په نیغه لاره دی او دې اړه قاطع ځواب ورکول خطر ناک دي او له وړاندې اټکل نه شو کولای.'

په افغانستان کې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې دخبرو موضوع وروسته له هغه یو ځل بیا راپورته شوه چې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف تېره اونۍ کابل ته په سفر کې افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې طالبان له شرایطو پرته د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

خو د طالبانو ویاند دغه ډول څرګندونې بې بنسټه بللې وې.