له طالبانو سره خبرې؛ آیا حالات د سولې په ګټه دي؟

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني په تېرو دوو میاشتو کې له ګڼو پاکستاني سیاستوالو او پوځي مشرانو سره کتلي

په کابل او اسلام اباد کې د باور پیدا کولو لپاره نوې څپې په مستۍ راغلې دي.

دواړه غاړې، په احتیاط، خو په ډاډه زړه د "اړیکو د ښه والي" برخه کې او د "خبرو لپاره د تاریخي فرصت" په اړه خبرې د "معجزې" خبرې کوي، چې ددواړو هېوادونو د چارواکو په وینا، د خبرو دغه فرصت په تېرو ۳۶ کلونو کې بې ساری دی.

په وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه او سیمه ییزې همکارۍ او د دیموکراسۍ د ټینګښت په برخه کې د پاکستاني لومړي وزیر او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ژمنې وستایلې، او وویل چې دا به د اقتصادي همکاریو پیلامه وي.

د زغم پای

افغان ولسمشر اشرف غني له الجزیرې تلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، په۱۹۶۰ کلونو کې به که چېرې افغانستان کې یو کس وژل شوی و، نو خبر به یې ټول هېواد ته ټکان ورکاوه، خو اوس هره ورځ په دې هېواد کې انسانان وژل کېږي او مرګ یوه عادي شی ګرځېدلی دی.

تېر کال، افغانستان کې نژدې څلور زره ولسي وګړي وژل شوي وو، او د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو په لیکو کې هم د مرګ ژوبلې کچه په ورځنۍ کچه له ۲۰ کسانو اوښتې وه. داسې ورځ به نه وه چې د افغانستان کلیوالې سیمې به خاورو ته د افغان ځوانانو د سپارلو شاهدې نه وې.

ولسمشر غني وايي، دغه وضعیت عادي نه دی او ددغه وضعیت په اړه د افغانانو د زغم کاسه ډکه شوې ده.

سترتیژیک لید

د ځینو کارپوهانو په اند، ولسمشر غني ستراتیژیک لید لري، هغه څه چې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په تېرو دیارلسو کلونو کې ونه ښود.

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېرو نژدې دوو میاشتو کې افغان او پاکستاني پوځي مشرانو له یو بل سره څو ځلې کتلي دي

ددغو کارپوهانو له لیدلوري، ښاغلي غني لومړی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له لوېدیځ سره یې د هېواد د همکارۍ په اړه پښه نیولی حالت پای ته ورسېږي، او بیا یې په سیمه کې لومړی له پاکستان سره د اړیکو په ټینګښت خپل پام ورټول کړ.

لومړی بیجینګ، ریاض او ابو ظبۍ ته ولاړ، چې پر پاکستان د فشار کچه ډېره شي او دغه هېواد د افغان سولې بهیر ته جدي کړي.

بل خوا، ولسمشر غني ته نژدې سرچینې وايي، هغه روسیې، هند او ایران هم اړایستلي، چې د سولې بهير د جدي پیلېدو اجازه ورکړي.

ظاهراً ښکاري له ولسمشر غني سره تر هرڅه وړاندې د یوه داسې میراث غم دی، چې افغانانو ته یې پرېږدي، دا میراث د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا ډېرېدل دي، چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي ودې د فرصت له لارې خپل رول ولوبوي.

پاکستان د تېرې پېړۍ د پنځوسمې لسیزې له پیله د سرداد محمد داود خان له واکمنۍ راهیسې تر اوسه پورې د افغانستان د سیاسي مخالفانو د پناه ځای او الهام اخیستو سرچینه وه، چې له همدې لارې یې ډېره ګټه هم ترلاسه کړې ده.

نه پخوانی شوروي اتحاد، نه امریکا، او نه ناټو، نوانېدلي چې پاکستان کې له ځینو مشخصو ډلو په تېره بیا ددغه هېواد د پوځ له ګوتو نه دغه قوي څیز راوباسي.

ګڼې سیاسي څېرې د مخکنیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ دوره د ډېرو فرصتونو د ضایع کولو پړاو بولي، چې په وینا یې د نړیوال ملاتړ ترڅنګ افغانستان ترې ګټه وانخیسته. ښکاري چې ولسمشر غني نه غواړي نور دغه ډول فرصتونه له لاسه ورکړي.

اشرف غني په پیل کې خپل واک د ملي یووالي حکومت په جوړولو کې ټینګ وساته. هغه وویل د ملي یووالي حکومت جوړېدل پر هغه تپل شوي نه دي، بلکې دا د شپږ سوه کلونو د تجربې پایله او د هېواد د تاریخ یو درس دی.

د واشنګټن فشار

طالبان له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د زور آزمایلو لپاره څک ناست وو، چې له فرصته په ګټې اخیستو سره د هېواد ستراتیژیکې سیمې ونیسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان پوځ ته نژدې ځینې پاکستاني ورځپاڼه لیکونکي وايي، جنرال راحیل شریف واشنګټن ته پخپلو وروستيو سفرونو کې په ښکاره دا پیغام ترلاسه کړ چې له امریکا سره د نېکو اړیکو فرصت او هر کال له پاکستان سره د امریکا میلیونونه ډالر مرستې د کرښې وروستۍ برخې ته رسېدلي، که چېرې پاکستان دوه مخې لوبه ختمه نه کړي، نو دغه فرصتونه به له لاسه ورکړي او همدا به یې وروستی فرصت وي.

پاکستان کې ذهنیت دا و چې افغانستان لوېدیځ وځپل شي او له دغه هېواد نه تېښتې ته اړ شي. همدا ټکی په وروستیو کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف هم پخپله یوه مرکه کې روښانه کړ.

خو پاکستان کې د تندلارۍ او خونړیو بریدونو ډېرېدل، چې په تېر دسمبر کې د خیبر پښتونخوا پر یوه ښوونځي د طالبانو برید کې شاوخوا ۱۴۴ زده کوونکي ووژل شول د سخت دریځۍ د اوج یوه بېلګه وه، بل خوا سیاسي ګوندونو او جرګو دولت دې ته اړ کړ چې له سولې پرته پاکستان هم خیر نه شي لیدلی.

د پاکستان پوځ ته نژدې ځینې پاکستاني ورځپاڼه لیکونکي وايي، جنرال راحیل شریف واشنګټن ته پخپلو وروستيو سفرونو کې په ښکاره دا پیغام ترلاسه کړ چې له امریکا سره د نېکو اړیکو فرصت او هر کال له پاکستان سره د امریکا میلیونونه ډالر مرستې د کرښې وروستۍ برخې ته رسېدلي، که چېرې پاکستان دوه مخې لوبه ختمه نه کړي، نو دغه فرصتونه به له لاسه ورکړي او همدا به یې وروستی فرصت وي.

د وروستي فرصت مفهوم په دې معنا نه دی چې امریکا پر پاکستان برید وکړي، بلکې د هغو مالي سرچینو وچولو په معنا دی چې د پاکستان پوځ او دولت ترې خړوبېږي. د نړۍ هېڅ بل هېواد هومره مرسته له پاکستان سره نه کوي، لکه امریکا یې چې لاسنیوی کوي.

محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ مرکز ته ورغی، او له پوځي جنرالانو یې په ډاګه د سولې خبرو پیلول وغوښتل.

دواړو هېوادونو ته د یو او بل د کمزورۍ ټکي معلوم دي، دواړه هېوادونه له سخت دریځۍ او اورپکۍ سره مخامخ دي، دواړه هېوادونه په اغېزناکې او ژر همکارۍ کې د حل لاره لټوي.

کال ته د جنرال راحیل شریف سفر او د افغانستان ولسمشر مخې ته دغه پیغام اېښودل چې ګني د کوټې شورا او د حقاني شبکه د مخامخ خبور لپاره چمتو دي، شاید د ګڼو لپاره په لومړي سر ک د منلو او باور وړ نه وي.

خو اسلام اباد ته د افغان پلاوي وروستي سفر او د پاکستاني چارواکو په هڅونه د طالب مشرانو له لوري د سولې خبرو ته اجازه ورکول داسې ښيي چې دا مساله جدي شوې ده، او لیرې نه ده چې ددواړو هېوادونو په اړیکو کې لکه څرنګه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ويلي، د "معجزه" لرونکو ښو اړیکو عملي اړخ وي.

اورپکو ته د پاکستان پیغام

پاکستان کې ځینو باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، سد پاکستان پوځ هم د کوټې شورا او هم حقاني شبکې ته دا پیغام ورکړی چې خبرو ته چمتو شي.

یوه پاکستاني ورځپاڼه لیکونکي د پوځ د یوې نژدې سرچینې په حواله ویلي، د طالبانو مشرانو او حقاني شبکې ته پیغام ورکړل شوی، اورپکي چې هره غوښتنه لري، له افغان چارواکو سره یې دې د خبرو پر میز مخې ته کړي، اوس د وسلې له لارې واک ترلاسه کول پای ته رسېدلي.

پاکستان د افغانستان د نوي یمې لسیزې د مجاهدینو د واکمنۍ له جګړو دې پایلې ته رسېدلی، چې واک ته ددغه هېواد د ملاتړو ډلو رسېدل ناممکن دي، حتی که چېرې طالبان هم له ځان سره ملګري کړي، نو بل ځل به له سیاسي ګوښه کېدو او نړیوالو بندیزونو سره مخامخ شي.

لندن ته څه موده مخکې د سفر پرمهال یوه پاکستاني سناتور ویلي وو، د پاکستان غوراوی طالبان نسبي یا بشپړ واک ته رسېدل نه دي، بلکې هدف یې دا دی چې اورپکي ختمه شي او دوی د افغانستان د واک په اوسني جوړښت کې د ننه شي.

د انځور حقوق
Image caption 'پاکستان طالبانو او حقاني شبکې ته پیغام ورکړی چې اوس د وسلې له لارې واک ته د رسېدو وخت پای ته رسېدلی'

پاکستاني سیاستوال پوهېږي که چېرې افغان طالبان واک ته ورسېږي، پاکستاني طالبان هم د اسلام اباد د لاندې کولو او پر پاکستان د واکمنۍ خیال پلو لري.

که چېرې دغه خبرې پیل شي، پخپل ذات کې یو لوی بدلون دی او د افغانستان او پاکستان اوسني مشران به د غوره بدلون لپاره یو نوی فرصت رامنځ ته کړي او یو ارزښتناک میراث به پرېږدي.

ورته مطالب