له پاکستانه "شړل شوي" زرگونه افغانان

Image caption په تورخم کې مې له داسې یوه میرمنې سره خبرې وکړې چې وايي ''نه په افغانستان کې کور لري، نه ځمکه لري او نه هم د یوې بوجۍ اوړو پیسې''.

د تورخم دروازې ته په رسیدو دوه ډوله موټرونه اوس ډیر تر سترګو کیږي. یو هغه چې له پاکستانه خوارکي او نور توکي افغانستان ته رالیږدوي او بل هغه موټر چې افغان ګډوال پکې کډې راوړي.

له تیرو دوو میاشتو راهیسې، له هغه مهاله چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي وسله وال برید شوی، نژدې ۳۵۰۰۰ افغان ګډوال له پاکستانه په زور افغانستان ته را شړل شوې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ننګرهار د کډوال چارو مشر غلام حیدر فقیرزی وايي چې هر ورځ له سلو تر درېو سوو کورنیو افغانستان ته را اوړي ''شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، هره ورځ له پنځو تر ۱۵ کورنیو په خپله خوښه افغانستان ته راتلې خو اوس دا کچه څو برابره لوړه شوې ده''.

افغانستان ته ډیری راستانه شوي ګډوال له پنجاب او کشمیر نه په زوره ګډه کولو ته اړ شوې دي.

دوی د پاکستاني پولیسو له خوا د زورونې بیلابیلې کیسې لري.

Image caption د چارواکو په وینا یواځې له تورخم لارې هره ورځ تر درېو سوو کورنیو افغانستان ته خپلې کډې وړي. په پښور کې پر پوځي ښوونځي له برید مخکې دغه شمیر یواځې له ۵ تر ۱۵ ته رسید.

عبدالصمد، چې په پاکستان کې پیدا شوی او ۲۵ کاله عمر لري وايي د ګډوالو د راجسټر کارت یې هم درلود خو بیا هم په زور له پاکستانه ایستلو ته اړ شوی دی.

نوموړی دوه شپې پاکستاني پولیسو بندي کړی خو په دې شرط له زندانه ازاد شوی چې له پاکستانه به وځي.

دا یوازې عبدالصمد نه دی چې په دغه ډول برخلیک لري بلکې زرګونه کډوال د هغه په سرنوشت اخته دي.

Image caption په ننګرهار د کډوال چارو مشر غلام حیدر فقیرزی وايي چې هر ورځ له سلو تر درېو سوو کورنیو افغانستان ته را اوړي
Image caption له پاکستانه په ایستل شویو افغان ګډوالو کې داسې ګڼې کورنۍ هم شته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي.

په پيښور کې پر پوځي ښوونځي د سله والو له برید وروسته، پولیسو دپاکستان په ډیرو ښارونو کې د افغان ګډوالو پرکورونو چاپې ووهلې. ملګري ملتونه وايي چې نژدې یو نیم میلیون ثبت شوي افغان ګډوال په پاکستان کې اوسیږي.

له پاکستانه په ایستل شویو افغان ګډوالو کې داسې ګڼې کورنۍ هم شته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي.

که د پاکستاني پولیسو د زورنو له ویرې افغان ګډوال خپل هیواد ته ګډه کیږي، خو بې کاري او په کور دننه د سرپنا نشتوالی نور هغه څه دي چې دغه کډوال له نورو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

په تورخم کې مې له داسې یوه میرمنې سره خبرې وکړې چې وايي ''نه په افغانستان کې کور لري، نه ځمکه لري او نه هم د یوې بوجۍ اوړو پیسې''.

هغې چې د کورنۍ ۱۲ غړي لري، له حکومته نه غوښتنه کوي چې د سرپنا لپاره ځای ورکړي. په افغانستان کې د کډوالو لپاره ځینې پنډغالي جوړ شوي خو ټول اړو کډوالو ته پکې ځای نه دی ورکول شوي.

د افغانستان د کډوالو چاروا چارو وزارت وايي له پاکستان راستانه شویو هغو کډوالو ته به یوه نومره ځمکه ورکوي چې په افغانستان کې ځمکه نه لري، خو ځینې دا ویره لري چې ښايي حق حقدار ته ونه رسیږي.

افغانستان ته د تازه ستانه شویو کډوالو د لاس نیوي لپاره، نه هم حکومت او نه هم مرسته کوونکې ټولنې لازمي مرستې لري. د ګډوالو نړیواله اداره یواځې په سلو کې لسو بې وزلو کورنیو سره مرستې کوي، خو دا ډول مرستي د هغوی درد نه شي دوا کوی.

د ملګرو متلونو په مرستو کې یواځې څو کمپلې او ځینې پلاستیکي لوښي شامل دي.

په کډوالو کې داسې کورنۍ هم وې چې په پاکستان یې کې کورنه، دوکانونه او نورمالونه د پاکستاني پولیسو له ویرې په نیمه بیه پلورلي او یا هم ترې پاتې شوې دي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د کډوالو دستونزو دحل لپاره د مارچ په لومړۍ نیټه یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته ولیږي.

د ګډوالو چارو زیر سید حسین عالمي بلخي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ''موږ به له پاکستانه غوښتنه وکړو چې د افغان کډوالو ځورول بند کړي او هغوی له پاکستان په زور ایستلو ته اړ نه کړي''.

نوموړی وايي چې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د درې اړخیزې هوکړې خلاف، پاکستان افغان کډوال له خپلې خاورې په زور شړي.

ټاکل شوې دغه پلاوي په پاکستان له ملګرو ملتونو سره هم د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

Image caption عبدالصمد، چې په پاکستان کې پیدا شوی او ۲۵ کاله عمر لري وايي د ګډوالو د راجسټر کارت یې هم درلود خو بیا هم په زور له پاکستانه ایستلو ته اړ شوی دی.

ورته مطالب