یوناما: زندانیانو سره زور زیاتی ۱۴ سلنه کم شوی

د انځور حقوق AP
Image caption یوناما په دغه رپوټ کې افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې ډېر ژر د تاوتریخوالي د منع کولو تګلاره پلي کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په نوي خپور شوي رپوټ کې وایي، چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو سره زور زیاتی او ناسم چلند د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه کم شوی دی.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې یو په دریمه برخه زندانیان لا هم د ناسم چلند او زور زیاتي په اړه شکایت کوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا د دغه رپوټ په غبرګون کې وایي، له بندیانو سره زور زیاتی او ناسم چلند د دوی په تګلاروکې نه شته او د یوناما د دغه رپوټ یو شمېر برخې ناسمې بولي.

زمزمه نیازۍ له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې دا ورستیو دریو کلنو کې د ملګرو ملتونو سازمان دا دریم رپوت دې، چې د افغانستان په زندانونو کې د تاوتریخوالي په هکله خپریږي.

دغه رپوت چې په ۱۵۵ مخونو کې راغلی، له ۷۹۰ زندانیانو سره مرکې شوي، چې د جګړیزو کړنو په تور نیول شوي دي.

دغه مرکې د ۲۰۱۳ کال فبرورۍ له میاشتې د ۲۰۱۴ کال تر دسامبر میاشتې پورې ترسره شوې دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناسم چلند کچه د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه ټیټه شوې ده.

Image caption د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د یوناما په رپوټ کې انډول، بې پرې والی او اساسي قانون په پام کې نه دی نیول شوی

د یوناما د بشري حقونو کارکونکی ابوالاحرار رامزپور وایي دغه سازمان د زندانیانو په تړاو تاوتریخوالي او ناسم چلند کمولو په هکله د دولت کړنې ستایي خو نوموړی وایي په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتیا شته.

ښاغلی رامز وایي هغو زندانیانو سره چې مرکې شوې، له بېلابېلو تاوتریخوالو شکایت کوي، لکه وهل ټکول ،بریښنایي ټکانونه او ځینې نور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر دغه رپوټ د افغانستان په زندانونو کې د تاوتریخوالي په هکله د اندېښنې وړ خبره بولي.

یوناما وایي په خپور شوي رپوټ کې یې له مستندو مرکو او منل شویو رپوټونو سره سره له افغان امنیتي ځواکونو، پولیس چارواکو او محکمو سره هم خبرې کړي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د یوناما په رپوټ کې انډول، بې پرې والی او اساسي قانون په پام کې نه دی نیول شوی.

دوی وایي یوناما له هغو زندانیانو سره مرکې کړي چې وسلوال مخالفین دي او دریم کس ته په مرکې کې اجازه نه ده ورکړل شوې.

دوی وايي د دغو ادعاو لپاره د دوی سره لاسوندونه نه شته.

یوناما په دغه رپوټ کې افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې ډېر ژر د تاوتریخوالي د منع کولو تګلاره پلي کړي.