پنجشیر ولایت کې د واورې تازه ښوېدو لس تنه نور وژلي

د انځور حقوق epa
Image caption چارواکي وايي ځپل شویو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي خو وايي تر هغو چې سړکونه نه وي پاک شوي، د مرستو لړۍ به ټکنۍ وي.

د افغانستان په پنجشیر ولایت کې چارواکي وايي چې د واورې تازه ښوېدو له امله لس تنه نور وژل شوي او درې ټپیان دي.

اوس یوازې په دغه ولایت کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۹۸ تنو ته رسېدلی چې ښايي نور هم لوړ شي.

په دغه ولایت کې لا هم ځینو سیمو ته د درنې واورې له امله لارې تړلې دي.

چارواکي وايي ځپل شویو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي خو وايي تر هغو چې سړکونه نه وي پاک شوي، د مرستو لړۍ به ټکنۍ وي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکي که څه هم په پنجشیر کې څلور ورځې وړاندې درنه واوره شوې خو لا هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د واورې ښوېدنې پيښې رامنځ ته کېږي.

د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمان کبیري له بي بي بي سي سره په خبرو کې وویل ښايي نورې ورته پېښې هم رامنځ ته شي.

نوموړی وايي چې لا هم ځینو هغو سیمو ته لارې تړلې چې خلک پکې په واورو کې بند پاتې دي.

ښاغلی کبیري وايي چې اوس یوازې د هوا له لارې ایسارو کورنیو ته مرستې رسوي.

نوموړي وویل: "تر هغې چې موږ لاره خلاصه نه کړو، په کافي اندازه خلکو ته د مرستو رسول امکان نه لري. ځکه کله چې موږ د هوا له لارې خوراکي توکي ور غورځوو، هغه په واوره کې لویږي او هغه هم یوه کلي ته رسیږي".

"ښايي دغه ډول مرستې هغه څوک تر لاسه کړي، چې پیاوړي وي او کمزوري خلک یې نه شي تر لاسه کولای. هلته زموږ څوک نشته، چې په عادلانه ډول زموږ مرستې وویشي، نو ځکه چې لارې نه وي پرانیستل شوي، مرستې په عادلانه ډول نه شو ویشلای."

ښاغلی کبیر وايي چې د وژل شویو کسانو ډېر جسدونه د سیمې خلکو له وارو را ایستلي او خاورو ته یې سپارلي دي.

اوس یوازې په پنجشیر ولایت کې د وژل شویو شمیر ۱۸۹ تنو ته رسیدلی دی.

د انځور حقوق epa

ولسمشر اشرف غني د کابینې له بیړنۍ غونډۍ وروسته د واورې وروستیو قربانیانو ته د درناوي لپاره په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ویر اعلان کړی دی.

په دغو ورځو کې به د افغانستان بیرغ په کور دننه او بهر نیمه ځوړند وي.

دارنګه ښاغلي غني له دغو ځپلو شویو کورنیو سره د شل میلیونه نغد کومک اعلان هم کړی دی.

د انځور حقوق epa
د انځور حقوق epa

ورته مطالب