سپینه ماڼۍ: ولسمشر غني مارچ کې له اوباما سره ګوري

د انځور حقوق Getty
Image caption تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر واک ته له رسېدا وروسته، سعودي عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د مارچ میاشتې پر ۲۴ واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

دا امریکا ته د افغان ولسمشر په توګه د اشرف غني لومړی سفر دی.

سپینه ماڼۍ وايي، په دې سفر کې به د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله او ځینې نور حکومتي چارواکي هم ملګري وي.

د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي "دواړه ولسمشران به د امنیتي چارو، اقتصادي پراختیا او د افغان سولې په تړاو د امریکا د ملاتړ په ګډون پر یو لوړ موضوعاتو خبرې وکړي".

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سکرتر جوش ایرنسټ خبریالانو ته ویلي، دا به په تېر ۲۰۱۴ کال د افغان ولسمشر په توګه د غني او اوباما ترمنځ لومړۍ مخامخ کتنه وي.

تېر کال د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل له یوه منتخب ولسمشر نه بل منتخب ولسمشر ته واک ولېږدېده.

سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلی غني او ورسره ټیم به د مارچ له ۲۲ تر ۲۵ پورې په کمپ ډیویډ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره پر امنیتي موضوعاتو خبرې او بحث ولري.

ایرنسټ زیاتوي: "د غني دغه سفر د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو ددوام یوه بېلګه ده".

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستاني پوځي چارواکو او سیاستوالو هم څو ځلې کابل ته سفرونه وکړل، او له افغان طالبانو سره یې د سولې د لارې هواري لپاره ژمنې وکړې.

اسلام اباد ته له سفر وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکي د پخوا په پرتله ښه شول، خو پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي برید وروسته، پاکستان په خیبر پښتونخوا او نورو سیمو کې له افغان کډوالو سره سخت چلند پیل چې په دې لړ کې یې زرګونه افغان کډوال نیولي دي.

پاکستاني پوځي چارواکو او سیاستوالو هم څو ځلې کابل ته سفرونه وکړل، او له افغان طالبانو سره یې د سولې د لارې هواري لپاره ژمنې وکړې.