پنجشیر ولایت کې د واروې ښوېدو تازه پېښې رامنځ ته شوې دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکي وايي مړینې د درنو واورو یا سیلاوونو له کبله رامنځ ته شوې دي.

د افغانستان د پنجشیر ولایت والي وايي په دغه ولایت کې د واورې ښوېدو تازه پېښو د هغو سیمو لارې تړلې چې لاسرسی ورته لا له وړاندې ګران و.

والي عبدالرحمان کبیري بي بي سي ته وویل چې د واروې ښوېدو تازه پېښو چې ان تر ۴۰ مترو لوړوالی لري په دغه ولایت کې نوې سیمې ځپلې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ ویلي و چې په دغه ډول پېښو کې په ټول هېواد کې لږترلږه ۲۸۶ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي مړینې د درنو واورو یا سیلاوونو له کبله رامنځ ته شوې دي.

خو ډېری خلک د پنجشیر په دره کې وژل شوي او وېره ده چې لا هم خلک په واورو کې ګېر پاتې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هوايي ځواک د اوو تر ټولو ډېر اغېزمن شویو کلیو پر خلکو له هوا خوراکي توکي وېشي او نه یوازې یې په پنجشیر کې بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک ژغورلي دي.

د ژغورنې په چارو کې یو څه پرمختګ شوی او د پنجشیر پر لور اوږد سړک او لاره د بلډوزرو او نورو ماشینونو په مرسته خلاصه شوې ده.

چارواکي وايي تر ټولو ډېره ځپل شوې د پریان سیمې ته لا هم لاسرسی نه لري.

هوايي ځواک د اوو تر ټولو ډېر اغېزمن شویو کلیو پر خلکو له هوا خوراکي توکي وېشي او نه یوازې یې په پنجشیر کې بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک ژغورلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption راپورونه وايي پنجشیر په تېرو دریو لسیزو کې د دومره سترې اندازې واورې ښوېدو پېښو شاهد نه و.

ولسمشر غني د قربانیانو په درناوي د دریو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی.

ښاغلي غني د هغه په وینا د ملي غمیزې له کبله ایران ته خپل سفر هم لغوه کړی دی.

د افغانستان په شمال کې د واورې ښوېدل یوه عادي چاره ده او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې یې له کبله لسګونه کسان وژل شوي وو.

خو راپورونه وايي پنجشیر په تېرو دریو لسیزو کې د دومره سترې اندازې واورې ښوېدو پېښو شاهد نه و.

ورته مطالب