''ټګي کوونکي ټاکنیز کارکوونکي له دندو لیرې کېږي''

د انځور حقوق AFP
Image caption د کمیسون چارواکو ویلي تورن دې د ځان سپیناوي لپاره ورشي او ځواب دې ووايي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ټاکنو د کمیسیون لس زره لنډمهالي کارکوونکي به د ټګۍ برګۍ له امله په تور نوملړ کې واچوي.

د شکایتونو کمیسیون وايي د ټاکنو د کمیسیون شل، دایمي غړو په ټاکنو کې ټګي کړې، چې له دندو به لیرې شي.

کابل کې زموږ همکار نعمت الله کریاب پخپل راپور کې لیکي، د ټاکنو د کمیسیون دغه لس زره لنډمهالي او شل همیشني کار کوونکي د ټاکنیزو شکایتونو د یوې رښتیا موندونکې ډلې له لورې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې په ټګۍ او سرغړونو تورن پېژندل شوي.

د شکایتونو کمیسیون له دغو کسانو غوښتي چې د تورونو د سپیناوي او ځواب ویلو په موخه دې مرکزي او یا سیمه ییزو دفترونو ته ورشي.

د کمیسون ویاند نادر محسني یوې خبري غونډې ته وویل که تورن ځان سپین نه کړی، په تور نوملړ کې به شامل شي.

ښاغلی محسني وايي د رښتیا موندونکې ډلې له لوري د ټګۍ او سرغړونو ټول هغه ډولونه ارزول شوي چې د دې کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ېې ستونزې راوټوکولې.

د کمیسون ویاند وویل ددغو څیړنو پایله به په څو راتلونکو ورځو کې د رپورټ په بڼه خپره شي.

د افغانستان ددې کال ولسمشریزې ټاکنې د نړۍ اږږدې او جنجالي ټاکنې وي، چې نوماندو پکې پر یوه بل د پراخو درغلیو تورونه لګول.

د ټاکنو په دویم پړاو کې د ولسمشرۍ یوه نوماند په ټاکنو کې پراخې درغلۍ خبره په خورا زور راپورته کړه، چې وروسته پکې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له بیا ارزونې وروسته لوی شمېر رایې باطلې شوې، خو بیا يې هم پایله ونه منل شوه.

ورته مطالب