د کابل د ټولو امنیتي حوزو آمرین بدل شول

د انځور حقوق Other
Image caption لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمی تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امنیې قومندان ؤ.

د پلازمېنې کابل د ۱۶ امنیتي حوزو مشران او لس نور امنیتي چارواکي له دندو لېرې کړل شوي او پر ځای یې نوي کسان ګمارل شوي دي.

د کابل امنیه قومندان وايي چې دغه چارواکي یې د ښې حکومتوالۍ د یوې برخې په توګه بدل کړي دي.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي بي بي سي سره په مرکه کې وویل نوي کسان د داسې یوه کمیسیون له خوا غوره شوي چې لومړی یې د دوی وړتیا دغې دندې ته ارزولې ده.

د ښاغلي رحیمي په وینا د هر پوست لپاره څلور کاندیدان ول چې کمیسیون د هغوی د تجربې، له فساد څخه د پاکوالي او د هغوی د لاس ته راوړنو له ارزولو وروسته په دندو ګمارلي دي.

کابل په ۲۰۱۴ کال کې د ډېرو ناامنیو شاهد ؤ چې کابل ښاریان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ځنډېدلو ترڅنګ، بریدونو او تښتونو اندېښمن کړي ول.

د انځور حقوق AP
Image caption پوڅي کارپوهان وايي مسلکي او ښه روزل شوي پولیس کولی شي امنیتي ګواښونه کم کړي.

د کورنیو چارو نوي وزیر جنرال نورالحق علومي له ولسي جرګې د اعتماد د رايي له اخېستلو وروسته، د امنیت د ښه کولو ژمنه وکړه.

لوی پاسوال رحیمي تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امنیې قومندان ؤ چې د نوی وزیر له ټاکل کېدو وړاندې يې د کابل د امنیې د قومندان په توګه په کار پيل وکړ.

دا چې د امنیتي حوزو دغه آمرین، آیا په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو لپاره ګوښه شوي، لوی پاسوال رحیمي یې ردوي او په کابل کې د تېرو څو میاشتو په امنیتي پرمختګونو کې د دوی ونډه ستایي.

لېرې کړل شوي د حوزې آمرین په نوو دندو نه دي ګمارل شوي خو د چارواکو په وینا د کورنیو چارو وزارت به د دوی پر ټاکنو کار وکړي.

تر دې وړاندې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دولت کې، د چارواکو له یوې ځوکې بلې ته بدلېدل رابدلېدل عام ؤ خو نوې ځېرې به لږې معرفي کېدې.

ورته مطالب