"افغانستان کې تېري کوونکي زورواکي نه محاکمه کېږي"

Image caption د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې چې مرکز یې په امریکا کې دی، یو نوی ۹۶ مخیز راپور خپور کړی.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان له حکومت او ملاتړې نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې فعالې غیر قانوني وسلوالې ډلې او تېري کوونکي زورواکي چې له بشري حقونو یې سرغړونه کړې او د زورزیاتي په پېښو کې ښکېل دي باید محاکمه کړای شي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې چې مرکز یې په امریکا کې دی، یو نوی ۹۶ مخیز راپور خپور کړی.

دغې ډلې په خپل دې راپور کې چې "نن موږ ټول باید ومرو" نوم ورکړل شوی اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو او تېري کوونکو زورواکو رسمي ملاتړ د دې لامل شوی چې تل له جرمونو او سرغړونو سره سره نه محاکمه کېږي او د قانون له منګولو خلاص وي.

فېلېم کاین چې د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د اسیايي څانګې مرستیال مشر دی وايي:

"د افغانستان حکومت باید په دې وپوهېږي چې نا امني یوازې د ترهګرۍ له امله نه رامنځته کېږي، هغه ډلې او کسان چې رسمي ملاتړ لري او د کړنو پوښتنه یې نه کېږي هم په هېواد کې د نا امنۍ په زیاتوالي کې ونډه لري"

په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې راپدېخوا ټولټال له ۱۲۵ کسانو سره مرکې شوي.

Image caption په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې راپدېخوا ټولټال له ۱۲۵ کسانو سره مرکې شوي.

په رپوټ کې رغلي چې په موده کې له عیني شاهدانو، حکومتي کارکوونکو، د مدني ټولنو له فعالانو، قومي مشرانو، ژورنالېستانو، د ملګرو ملتو له چارواکو او په افغانستان کې د افغان ملي پوځ او بهرنیو ځواکونو له سرتېرو سره خبرې شوي.

د بشري حقونو د څار ادارې په رپوټ کې د "اتو زورواکو" کسانو په اړه شواهد خپاره شوي چې په وینا یې له افغان پولیسو او نورو امنیتي چارواکو سره اړیکې لري او په همدې پلمه یې په تېرو څو کلونو کې ګڼ جرمونه ترسره کړي او مجازات شوي نه دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د اسیايي څانګې مرستیال مشر فېلېم کاین وايي:

"پخواني افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د زورواکو کسانو او وسلوالو ډلو مخنیوی ونه کړ او دوی یې پرېښودل چې بېلابېل جرمونه وکړي، پرته له دې چې محاکمه شي"

ښاغلي فېلېم کاین زیاته کړه چې په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځېدا را وروسته افغان حکومت د حکومتي بنسټونو او قانوني ادارو په جوړښت او پرمختګ کې پاتې راغلی چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې خورا ډېر ارزښت لري.

د بشري حقونو د څار ډلې مسوولین وايي د دغې رپوټ په مرسته دا جوته شوې چې افغانستان کې په پرله پسې ډول د زورزیاتي پېښې تکرار شوي او قربانیانو ته یې هېڅ ډول عدالت نه دی په برخه شوی.

دغې ډلې پر افغان حکومت غږ کړی چې د تېري او زروزیاتي ټولې پېښې ته وپلټې او په دا ډول جرمونو کې ښکلېل ټول دولتي مامورین دې له دندې ګوښه او محاکمه دې کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې همداراز د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت غوښتنه کړې چې هېواد دننه ټولې غیر قانوني فعالې وسلوالې ډلې دې بندې کړي، د فعالیت پلټنه دې وکړي او که کوم تور پرې ثابتېږي نو محاکمه دې کړي.

ورته مطالب