هلمند کې موټر بم چاودنې ملکي کسان او سرتېري وژلي

Image caption په سنګين ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونيو راهیسې د ذوالفقار په نوم پوځي عملیات روان دي

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنې پايله کې د افغان سرتېرو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي وژل شویو کې لس سرتېري او څلور ملکي کسان شامل دي.

برید کې اووه سرتېري او یو ملکي کس ټپیان شوي هم دي.

دغه ځانمرګي بريد نن (مارچ دریېمه ) له غرمې وروسته نژدې دوې بجې د ټونس موټر په وسیله د سنګين ولسوالۍ د شکر شېلې په سیمه کي شوی دی.

دغه سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه په پوځې عملیاتو بوخت دي.

د هلمند امنیې قوماندان نبي جان ملاخیل وايي، چې بریدګر غوښتل د عامه نظم او ملي پوځ يوې اډې ته ننوځي، خو وايي کله چې سرتېرو درولی چاودنه يې کړې ده.

د پولیس دغه مشر وایي د برید په پايله کې لس سرتېري او څلور ملکي کسان وژل شوي دي او اووه سرتېري او يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

چارواکي وایي ځانمرګي بریدګر په موټر کې پسونه بار کړي وو او په همدې پلمه یې غوښتل پوځي اډې ته لاره وکړي.

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونيو راهیسې د ذوالفقار په نوم پوځي عملیات روان دي.

که څه هم افغان چارواکي دغه عملیات د وسله والو لپاره ځپونکي بولي، خو ځايي اوسيدونکي وايي، چې زيان يې تر ډېره ولس ته رسیدلی دی. د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کي تر اوسه پوري نژدې ۴۰۰ وسله وال وژل شوي دي، چې په وینا یې ۳۶ يې لوړپوړي طالب قوماندانان دي.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.