سوپکو : ۲۰۱۴ کې د افغان ځواکونو مرګژوبله ډېره وه

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption د امریکايي ځواکونو مشر قوماندان ټینګار کاوه چې د افغان ځواکونو په اړه باید دغه ډول شمېرې خپرې نه شي

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې دامریکا ځانګړی څارونکی وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغان ځواکونو مرګژوبله خورا ډېره وه او د پوځیانو له خوا د پوځ د لیکو د پرېښودلو کچه هم لوړه وه.

د امریکا ځانګړی مفتش جان سوپکو په تازه رپوټ کې چې د امریکا کانګریس ته یې وړاندې کړی راغلی چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغان پوځ ۱۳۰۰ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۶۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پوځیانو له خوا د پوځ د لیکو د پرېښودلو خبره نه مني، خو وايي چې د ملي پوځ ټول پرسونل ۳ اعشاریه پنځه سلنه لږ شوي دي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي په خپل رپوټ کې د امریکا کانګریس ته ویلي چې د افغان پوځ اوسنی شمېر څه باندې ۱۶۹ زرو ته رسیږي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۴ کال کې د ۴۰۰۰۰ پوځیانو نومونه د پوځ له نوملړه ایستل شوي دي.

د رپوټ له مخې افغان پوځ په جګړه کې له پراخې مرګژوبلې سره مخامخ دی، خو د امریکا پوځ وايي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، افغان ځواکونو د طالبانو پرضد جګړه په خپل واک کې اخیستې.

په دغه رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې تېر کال ۱۵ زره پوځیانو دپوځ لیکې پرې ایښې دي، چې دا کچه اته عشاریه پنځه سلنه کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption لا هم افغان ځواکونه هغه ډول چې اړینه ده په پرمختللو او معیاري وسلو سمبال نه دي

د افغانستان دفاع وزارت د پوځیانو له خوا د پوځ لیکو د پرېښودلو خبره نه مني خو وايي چې د ملي پوځ د ټول پرسونل درې اعشاریه پنځه سلنه کم شوی دی.

له دغه وزارت نه بي بي سي ته په را استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځینې پوځيان په رخصتیو کې کورونو ته ځي او له ټاکلې مودې وروسته د پوځ لیکو ته ستنیږي او وايي ښايي همدا لامل وي چې د پوځ په لیکو کې د پوځیانو شمېر کم ښوول شوی وي.

په دغه اعلامیه که څه هم د مرګژوبلې دشمېر په اړه څه نه دي راغلي خو دا ویل شوي دي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د ټولو پوځي عملیاتو مسوولیت د افغان ځواکونه پر غاړه دی او د خبرپاڼې په وینا طبیعي ده چې په جګړه کې مرګژوبله پېښيږي.

که څه هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قوماندان ټینګار کاوه چې د افغان ځواکونو په اړه باید دغه ډول شمېرې خپرې نه شي، خو په دغه رپوټ کې راغلي چې د امریکا کانګریس د افغان پوځ د روزنې په اړه پرېکړو کې د پوځ کره شمېر ته اړتیا لري.

امریکا او نړیواله ټولنه افغان پوځ ته د روزنې او سمبالښت لپاره هر کال نژدې څلور میلیارده ډالره مرسته ورکوي خو لا هم افغان ځواکونه هغه ډول چې اړینه ده په پرمختللو او معیاري وسلو سمبال نه دي.

اوس چې افغان ملي ځواکونه د ټول افغانستان د امنیت چارې پر غاړه لري، ښايي تر بل هر وخت اوس لا ډېرو پرمختللو وسلو ته اړتیا ولري.