د وردګو سید اباد اجراییه مدیر مړی موندل شوی

د کابل څنګلوري وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سید اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر درې ورځې وړاندې وسله والو تښتولی و، چې د جمعې په ورځ یې مړی وموندل شو.

نوموړی درې ورځې مخکې له ولسوالۍ نه د کور پر لور روان و، چې وسله والو وتښتاوه.

د وردګو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په یوه اعلامیه کې لیکلي، مدیر عزت الله د جمعې په ورځ سهار د وسله والو مخالفینو له لوري وژل شوی.

سرچینه وايي، نوموړی د کب پر دوولسمه، د سرې کلا په سیمه کې د وسله والو له خوا تښتول شوی و، چې د جمعې په ورځ یې مړی د چک ولسوالۍ خواجه عمري سیمه کې وموندل شو.

۲۶ کلن عزت الله له تېرو درو کلونو راهیسې د سید اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر و.

د وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي په پېښې غمشریکي وښوده.

تېر کال هم د حکومت مخالفو وسله والو د جلریز ولسوالۍ اجراییه مدیر ظفر خان وژلی و.

ورته مطالب