ډېرو واورو بیا د سالنګ لویه لار بنده کړه

د انځور حقوق DABS.AF

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت ورسج ولسوالۍ دوو کلیو لارې د واورې ښویېدنې له امله د ولسوالۍ له مرکز سره له څو ورځو وروسته تړل شوې ده او سیمې ته د اړینو توکو رسول یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په همدې حال کې د درنو واورو ورېدو او واورې ښویېدنې له امله د سالنګ لار هم در ترافیکو پر مخ تړلې ده.

له بله پلوه د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله لسو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د تخار ورسج ولسوالۍ وغنان سیمې کې د واورې ورېدو له امله د دوو کلیو د تګ راتګ لار بنده ده او د سیمې وسېدونکي یې د خوراکي توکو او دارو درملو له کمښت سره مخامخ کړي دي.

د ورسج ولسوال بي بي سي ته ویلي، د سیمې وسېدونکي اړینو توکو ته اړتیا لري، خو دوی د رسونې په هڅې کې دي.

خال محمد خردمند د ورسج ولسوال وایي چې له دولت یې د هیلکوپتر غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

چارواکي وایي ورسج ولسوالۍ هغو سیمې چې د واورو ورېدو له امله یې لارې تړلې پاتې دي، یو شمیر خلک تنفسي ناروغیو هم نیولي.

د ورسج ولسوال وایي که زیانمن شویو سیمو ته اړین توکي په وخت ونه رسیږي، نو د دې وېره هم شته چې د یوشمیر کسانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

همدارنګه په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې وریدنې او واورې ښویدنې له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

ننګرهار

بل خوا د هیواد ختیځ ولایت ننګرهار شیرزاد ولسوالۍ روسیا کلي کې د باران ورښت له امله د یو کور د چت لوېدو په پېښه کې د دوو کورنيو اته غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د شیرزاد ولسوال وایي په مړو کې شپږ ماشومان او دوه ښځینه او په ټپيانو کې دوه نارينه دي.

ورته مطالب