"د ښځو حقونه باید د سولې قرباني نه شي"

Image caption خو افغان حکومت تل ویلي، چې د سولې د خبرو مانا دا نه ده چې دوی به لاس ته راغلي ارزښتونه له پامه غورځوي

د ښځو د نړیوالې ورځې(مارچ ۸) په لمانځغونډو کې یو شمیرافغانو میرمنو اندېښنه ښودلې، چې که افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې پیلوي، نو ورسره به هغه لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي چې په تیره لسیزه کې د ښځو د حقونو په برخه کې تر لاسه شوېدي.

خو افغان حکومت تل ویلي، چې د سولې د خبرو مانا دا نه ده چې دوی به لاس ته راغلي ارزښتونه له پامه غورځوي او د هغو د خوندیتوب لپاره به د پخوا په څیر هلې ځلې کوي.

که څه هم چې دغه شان اندېښنې ډیر ځله د ښځو د حقونو د فعالانو تر منځ ډیرې ښکته پورته کېږي خو د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځغونډو سره جوخت دغه اندېښنې نورې هم زیاتې شوېدي.

د مدني ټولنې غړې حمیرا ثاقب وایي، حکومت باید د ښځو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

تیر کال د افغانو میرمنو لپاره له زورزیاتي او ناوړه چال چلند ډک کال و .

یو شمېر میرمنې له دې امله له خپلو ټولنیزو دندو لاس په سر شوې، چې امنیتي ننګونې یې پر وړاندې ډیرې وې خو د دغو ګواښونو سره سره په ټولنه کې د ښځو ونډه د بام وړ ده.

دوه اونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له جهادي مشرانو، مدنې ټولنو ، خبریالانو او د ښځو له استازو سره ناستې لرلې او غوښتل یې دا خبره روښانه کړي چې د سولې ارزښت د هر وګړي لپاره لوړ دی، خو په وینا یې دوی به شته لاسته راوړنې د سولې په بدل کې په اوبو لاهو نه کړي.

د ولسې جرګې غړې شکریه بارکزۍ چې دولت ته نیږدې غړې شمېرل کېږي وايي، له مخالفینو سره د سولې خبرو اترو ته هیلمنده ده هغه وايي څو ، څو ځله یې له ولسمشر سره کتلي او ورته ډاډ ورکړل شوی چې د دموکراتیکو ارزښتونو ساتنه له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت بنسټیز شرط دی.

نن سبا له طالبانو سره د افغان حکومت د جوړ جاړی خبرې تر پخوا زیاتې تودې شوې.

یو شمېر کتونکي یې په اړه وايي، که د سولې دغه خبرې بریالۍ شي دا به د ولسمشر غني د حکومت تر ټولو لویه لاس ته راوړنه وي.

خو هغوی هم د تیرې لسیزې لاسته راوړنو د زیانمنیدلو په تړاو اندیښمن ښکاري، و به کتی شي چې افغان چارواکي تر کومه بریده د ولسواکۍ په برخو کې د شته لاسته راوړنو په کار کې ژمن پاتې کېږي.

ورته مطالب