سروې: ۸۱ سلنه کسان وايي افغانستان سم لور ته روان دی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۶۲ اعشاریه یو سلنه ګډونوالو تایید کړه، چې د ورستیو ولسمشریزو ټاکنو پایلې د خلکو د ارادې ښکارندویه وې

یوه سروې چې دا وروستیو کې تر سره شوې او اوس یې پایلې خپرې شوې دي، ښيي چې لږ تر لږه افغانستان په سم لور روان دی.

دغه سروې د دموکراسي انټرنېشنل په نوم مرکز لخوا په افغانستان کې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي او له ټاکنو نه د د زده شویو درسونو تر سرلیک لاندې تر سره شوې، چې وايي د دوی د مخکنیو سروې ګانو پر تله د هغو کسانو شمېر چې افغانستان مثبت لور ته روان بولي په لږ وخت کې ۳۳ سلنه ډېر شوی دی.

نورمحمد سعید په دې اړه خپل رپوت کې لیکي:دغه سروې د ۱۳۹۳ کال د لړم په میاشت کې پیل شوې او د کب تر میاشتې پورې یې د مسوولینو په خبره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۲۰ کسانو نه پوښتنې شوې، چې په وینا یې په تصادفي ډول ټاکل کېدل.

سروې کونکي وايي، د ۸۱ اعشاریه شپږ سلنه لوی اکثریت سره سره چې وايي افغانستان په سم لوري روان دی ۶۲ اعشاریه یو سلنه ګډونوالو تایید کړه، چې د ورستیو ولسمشریزو ټاکنو پایلې د خلکو د ارادې ښکارندویه وې.

د سروې کونکي مرکز لوړ پوړی سلاکار ذکریا بارکزی وايي، مقصد یې له چارواکو سره په پرېکړو کې د شمېرو او ولس د نظر معلومولو په وسیله مرسته کول دي.

د دغې سروې ترسره کونکي وايي، ګډونوالو ورته ویلي، چې د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې ترټولو لویه ستونزه د دوی په خبره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې درغلۍ وه.

دې سره د سروې ګډونوالو په ټاکنو کې د رایې ورکونکو لخوا ټګي برګي او د رایو پاڼو لږوالی هم د ستونزو په توګه یاد کړي دي.

د سروې پایلې ښيي، چې د ګډونوالو غوڅ اکثریت یانې ۹۲ اعشاریه درې سلنه ګډونوالو له پارلماني ټاکنو مخکې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې.

دوی وايي له دې مخکې یې هم ورته سروې ګانې تر سره کړې، چې په وینا یې د ډېری هغو پرتله د اوسنۍ سروې پایلې مثبتې دي.

ورته مطالب