غزني نښته کې ۷ پولیس او ۳ وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption په دغه بریدکې اوه تنه سیمه يیز پولیس وژل شوي

د غزنی په ده یک ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو په یوه برید کې له دواړو خواوو لس تنه وژل شوي او شپږ تنه هم ټپیان شوي دي.

د غزنی د والي ویاند ننګ ساپی وايي، تېره شپه شاوخوا درې بجې د غزنی ده یک ولسوالۍ عالم کلا په سیمه کې وسله والو پرامنیتي پوسته برید کړي.

ننګ وايي، مخالفینو لومړی د هغې کلا شاوخوا ته ماینونه ځای پرځای کړي وو چې په چاودېدو سره يې د توغندیو برید هم کړی.

په دغه بریدکې اوه تنه سیمه يیز پولیس وژل شوي دي.

ساپی وايي، درې تنه نور پولیس هم ټپیان شوي.

ننګ زیاتوي، ددغه برید په ترڅ کې درې تنه وسله وال هم هغه مهال ووژل شول چې سیمې ته مرستندویه ځواکونه ورسېدل.

ده یک ولسوالي د غزني مرکز ته ترټولو نېدې ولسوالي ده.

دغه ولسوالي به چارواکو د سولې ولسوالي بلله، خو اوس لیدل کیږي چې په سیمه يیزو پولیسو باندې ددولت د وسله بریدونه زیات شوي دي.

تېره ورځ هم د ماین په چاودنه کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د یوې مخامخ نښتې په ترڅ کې دوه سیمه يیز پولیس او درې ددولت وسله وال مخالفان وژل شوي وو.