د کابل ۱۵ پیړیو لرغوني دیوالونه په ړنګېدو دي

د انځور حقوق B

هغه ديوالونه چې شاوخوا پنځلس پېړۍ وړاندې د عربانو له بريدونو د دفاع په موخه د کابل په شېر دروازه جوړ شوي وو، د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

طبيعي پېښې او تر دې لا لوی ګواښ د دغو ديوالونو ترڅنګ د غير قانوني کورونو جوړېدل دغو تاريخي ابداتو ته تهديد دی.

خو د افغانستان حکومت د دغو لرغونو ځايونو د خونديتوب لپاره يوه ځانګړې طرحه جوړه کړې او تمه ده چې د راتلونکي لمريز کال په پيل کې پلې شي.

د کابل پر شېر دروازه غره دغه کاږه واږه ديوالونه چې ۱۵ پېړۍ وړاندې جوړ شوي اوس يې ځينې برخې د طبيعي پېښو او جګړو له امله ويجاړ شوې دي.

Image caption د کابل بالا حصار تاریخي کلا اوس په خراب وضعیت کې ده، چې د ړنګېدو امکان یې ډېر شوی دی

خو هغه برخې يې چې د دغه غره په لوړه ودانې شوې لا هم جوړې دي.

ديوال له ډبرینو ټوټو او پخې خټې جوړ دی چې نه یواځې طبیعي پېښو ورته زیان اړولی، ناقانونه هستوګنځيو هم دغه تاريخي سيمه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

په هغو سيمو کې چې ديوال ويجاړ شوی، پاتې شونې یې نه ښکاري او دا نه ده معلومه چې ماتې چنډې يې خلکو په کورونو کې کارولي او که بل څه شوي.

د دغه تاريخي ديوال د اوږدوالي او جوړښت په اړه د تاريخپوهانو نظرونه سره وېشلي دي ځينې وايي، ديوال د کابل له ټول ښاره چې هغه مهال کوچنی و، راچاپېر و.

د انځور حقوق B

څیړونکی او دعلومو اکاډومۍ غړی حبيب الله رفيع وايي: " دغه ديوال د کابل له ټول ښار نه راتاو و. دیوال د شیر دروازې او اسمايي له غرونو تر شش درک او تر اوسني ارګ راتاو و. په حقيقت کې کابل يوه کلا وه ".

خو افغان لرغونپوه مير احمد جوينده په بله خبره ټینګ دی او وايي، دغه ديوال يوازې د ښار په لويديځه څنډه کې ابادشوی و: " د ښار له ټولو خواوو دغه ديوال نه و تاو شوی. ديوال يوازې د ښار په لويديځه خوا کې جوړ شوی و، چې ډېره زيانمنونکې وه".

د تیمورشاه واکمني

د څیړونکو په وینا، هغه مهال به خلک يوازې د هغو دروازو له لارې ښار ته ننوتل چې په څلورو خواوو کې درول شوې وې.

دغه ديوال د تیمور شاه د واکمنۍ په ګډون د افغانستان د بېلابېلو پاچاهانو له لوري يو څه بیا ورغول شو.

Image caption افغانستان کې د کمونیستي نظام پرضد د مجاهدینو یو پاڅون هم له دې کلا پیل شوی دی

خو اوس چې د جګړې کلونو لا پسې کنډواله کړي کابل چارواکي که ناوخته هم دی خو د رغاونې لپاره يې د خپل پلان خبره کوي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د اغاخان د فرهنګي بنسټ پر مټ يې د دغه تاريخي ديوال د بېرته رغولو طرحه چمتو کړې ده.

د دغه وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي په خبره که مالي مرسته ورکړای شي، د راتلونکي لمريز کال له پيله به يې د رغونې چارې پيل کړي: " که د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته شاوخوا دوه ميليونه ډالر ورکړای شي، موږ کولای شو د دغه ديوال د لا نړېدو مخه ونيسو. دا له دې سره سره چې د دغې پروژې لپاره ډېرو پېسو ته اړتيا ده".

په تېرو کلونو کې د لرغونو اثارو او تاريخي ځايونو ساتنه او بيا رغونه په لومړيتوبونو کې نه وه، خو که دغه طرحه عملي شي ښايي دغه ديوال له لا نړېدو وساتل شي.

د انځور حقوق b
Image caption د افغانستان حکومت د دغو لرغونو ځايونو د خونديتوب لپاره يوه ځانګړې طرحه جوړه کړې

د لسګونو نورو تاريخي ځايونو بیارغونه او خونديتوب چې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي لا يي د ساتنې په تړاو هيلې بې ساه دي.

ورته مطالب