افغان ولسمشر د کابل ترافیکي پېښې جدي پلټنې امر کړی

Image caption تر دې وړاندې ورته ترافیکي پېښې ډیرې پېښې شوې، چې لوړ پوړي چارواکي په کې ګرم بلل شوي

افغان ولسمشر کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ته د هغې پیښې په تړاو د جدي پلټنو امر کړی چې د ولسي جرګې د یوه غړي اړوند یوه موټر ترافیکي پېښه کې یو ټکسي چلوونکی ووژل شو. دغه پېښه د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې د روان کال د کب د میاشتې په ۱۸ نېټه وشو چې له امله یې د جهان ګیر په نوم یو موټر چلونکی ووژل شو.

خو د ولسي جرګې دغه غړی وایي، نوموړی په موټر کې نه و او د دغې پېښې پړه د موټر چلوونکي پر غاړه اچوي.

دغه پیښه په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیره ښکته پورته کېږي.

تر دې وړاندې ورته ترافیکي پېښې ډیرې پېښې شوې، چې لوړ پوړي چارواکي په کې ګرم بلل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشر د دا ډول پېښو په تړاو د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي، چې د قانون پلي کېدل د افغانستان د خلکو غوښتنه او د افغان حکومت لومړیتوب دی.

وینا پاڼه زیاتوي، د قانون په خلاف که هره کړنه د افغانستان د هر اوسېدونکي له خوا ترسره کېږي، په قانوني ډول باید وڅېړل شي.

پېښه درې ورځې وړاندې هغه مهال د کابل په یوې څلورلارې کې رامنځ ته شوه چې په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محمد اقبال صافي موټر له یوې ټکسي سره ټکر شو او په بایله کې ټکسي چلوونکی ووژل شو.

دغې موضوع په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او او ټویټر کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او چارواکي به دې تورنوي چې عامو وګړو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي د ولسي جرګې له دغه غړي غواړي چې د ژوند تر پایه د وژل شوي چلونکي کورنۍ ته ورځینی لګښت ورکړي، خو د کاپیسا ولایت د خلکو استازی محمد اقبال وایي نوموړی په موټر کې نه وه او پړه یې د ده د چلونکي په غاړه ده.

د کابل ښار اوسیدونکي ډیری وخت د لوړ پوړو چارواکو له موټرو سر ټکوي چې د تګ راتګ په وخت کې د خلکو ساعتونه وخت نیسي.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم د دولت لوړو پوړو چارواکو وغوښتل شول چې ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي او خلکو ته ستوزې راولاړې نه کړي.

په دغې غونده کې لوړپوړو چارواکو د تګ راتګ لپاره د لازمو او سختو امنیتی ګامونو پورته کول هم رد شوه.

ورته مطالب