د ۳۱ تښتول شویو افغانانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي

Image caption تېره ورځ له غزني د بېلا بېلو قومونو لسګونه مشرانو د زابل له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبری وکړې.

د زابل امنيتي چارواکو په رسمي توګه د ۳۱ تنو تښتول شویو د خوشې کولو په موخه د پیل شويو عملیاتو د پای ته رسېدو خبره نه ده کړې.

خو د دغه ولایت د ولايتي شورا غړي وايي د غزني له ولايتي شورا سره يې يو ځای د څلورم ځل لپاره د سپين ږيرو يوه ډله ارغنداب ولسوالۍ ته له مخالفينو سره د خبرو لپاره استولې ده.

د ولايتي شورا منشي اسدالله کاکړ وايي مخکې ۳۱ یرغمل شوي کسان په خاک افغان ولسوالۍ کي ساتل کېده، خو د ده په خبره اوس يې په اړه معلومات نه شته.

تېره ورځ له غزني د بېلا بېلو قومونو لسګونه مشرانو د زابل له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبری وکړې.

ښاغلی کاکړ وایي د دواړو ولایتونو مشران سلا شول چې نور به د نظامي هڅو پرځای قومي مشران او عالمان خپلې هڅې کوي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال چي د یرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو لپاره زابل ته ورغلی ؤ نظامي عملیات بریالي و نه بلل او غوښتنه یې وکړه چې باید قومي مشران پر تښتونکو جرګه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه ویاند په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

په افغانستان کې یو سیاسي ګوند د دغه هیواد حکومت په دې تورنوي چې د ۳۱ برمته شویو هزاره ګانو د خوشې کیدو په برخه کې له تعصبه ډک چلند کوي.

دغه ګوند په ټوله کې افغان حکومت له هزاره توکمو سره په تعصب تورنوي او ادعا کوي چې هزاره ګانو ته په کابینه کې هم ځای نه دی ورکړل شوی.

د یاد سیاسي ګوند یو شمیر غړو چې د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته یې د اعتراض په بڼه خیمه وهلې ده له حکومته غواړي چې د ۳۱ برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په کابینه کې بدلون راوړي.

که څه هم حکومتي چارواکو په دې اړه بي بي سي ته له څه ویلو ډډه وکړه، خو د ملي يووالي حکومت د اجرايوي مشر دويم مرستيال محمد محقق تېره ورځ وویل د ۳۱ هزاره وګړو د خوشې کېدو په تړاو يې د پاکستان کوټې او کراچۍ ښار ته خپل استازي استولي او د تښتول شويو د خوشي کېدو په موخه له وسلوالو سره غږېدلي دي.

دغه کسان نژدې درې اوونۍ وړاندې د کابل- کندهار پر لويه لار د ناپېژاندو وسلوالو له لورې يرغمل شول او برخليک يې لا هم جوت نه دی.

ورته مطالب