"په دریو ورځو کې به څه باندې ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption په سویلي او سویل ختیځو سیمو کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله د ماشومانو د ګوزن واکسین په سمه توګه نه ترسره کېږي

تمه ده چې نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین درې ورځنی کمپاین پيل شي.

په پام کې ده چې په دغه کمپاین کې د ګوزڼ واکسین ترڅنګ نږدې اوه میلیونه ماشومانو ته ویټامن اې هم ورکړل شي، چې د ځینو ناروغیو پر وړاندې د هغوی د بدن مقاومت زیاتوي.

سمیع الله موسی زي په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: د ماشومانو د ګوزن واکسین نوي پسرلنی کمپاین لومړی پړاو یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ترسره کېږي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په پاتې شپږو ولایتونو او شپاړسو ولسوالیو کې د سړې هوا او وارې له امله سمدستي نه ترسره کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئيس محمد رفیق مشال بي بي سي ته وویل، په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو د کم عمر لرونکې اوه اعشاریه اوه میلیونه ماشومانو ته واکسین او څه باندې شپږ نیم میلیونه ماشومانو ته ویټآمین اې ورکړل شي.

افغانستانستان یو له هغو هیوادوانو دی، چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ له ستونزې سره مخامخ دی، د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په ځانګړې توګه په سویلي او سویل ختیځو سیمو کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله د ماشومانو د ګوزن واکسین په سمه توګه نه ترسره کېږي.

Image caption افغانستانستان یو له هغو هیوادوانو دی، چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ له ستونزې سره مخامخ دی

دوی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې د دغې ناروغۍ نسبتا زیاتې مثبتې پیښې په کې ثبت شوي دي د خلکو تګ راتګ هم په ګوزڼ د ماشومانو د اخته کیدو خطر زیات کړی دی.

ورته مطالب