افغانستان کې د نورو امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو امکان شته

د انځور حقوق Reuters

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي، د امریکا دولت له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د چټکو ایستلو پر چارې غور کوي.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، بارک اوباما او ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پر امنیتي موضوعاتو او د سولې پر بهیر اوږدې خبرې کړې دي.

د افغانستان ولسمشر د امریکا له دولت غوښتي، چې تر دوو کلونو پورې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونه کړي.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل هم د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړولو وړاندیز کړی، چې په تړاو یې باید بحث وشي.

لوېدیځو رسنیو خبر ورکړی، چې شاید په افغانستان کې تر دوو نورو کلونو پورې نور امریکايي ځواکونه پاتې شي.

ځینو لوېدیځو ورځپاڼو ویلي، امکان شته چې افغانستان کې د شاوخوا لسو زرو پوځیانو سربېره نور پوځيان هم پاتې شي.

د ځینو رپوټونو له مخې، امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ځینو پوځیانو د پاتې کېدو پر چارې غور کوي.

امریکايي قومندانانو ویلي، د القاعدې شبکې او د (اسلامي دولت) داعش ډلې د فعالیتونو کمولو په موخه شاید امریکا د ترهګرۍ ضد ځینې ځواکونه افغانستان کې پرېږدي.

خو د پاتې کېدونکو پوځيانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.

په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر څو ورځو پورې د یو لړ موضوعاتو پر سر خبرو لپاره امریکا ته ولاړ شي.

په تېر سپتمبر کې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدا ایله یوه ورځ وروسته، نوې ادارې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.