افغان امنیتي چارواکي: افغانستان کې د ''داعش'' مشر وژل شوی

د انځور حقوق MoD
Image caption امنیتي ځواکونو یوه میاشت وړاندې په هلمند کې د وسلوالو د ځپلو په موخه د ذوالفقار په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې لاهم دغه عملیات د سنګین په ګڼو سیمو کې روان دي.

افغان چارواکي ادعا کوي، چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې د ملا عبدالرؤف خادم ځای ناستی چې د هغه وراره هم دی، وژلی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وژل شوی کس حافظ وحیدي نومیږي چې د ملا عبدالرؤف تر وژلو وروسته یې په هلمند کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې مشري کوله.

سرچینه زیاتوي، حافظ وحیدي له لسو نورو وسلوالو سره یو ځای د یکشنبې په ګهیځ وختي د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

حافظ وحیدي شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه په هلمند کې د داعش ډلې د فعالیتونو مشري تر لاسه کړه، چې ملا عبدالرؤف خادم چې په وروستیو کې له ''اسلامي دولت'' (داعش) سره یې د بیعت اعلان کړی و، د هلمند په کجکي ولسوالۍ که په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

افغان چارواکي وایي، حافظ وحید د هلمند د سنګین ولسوالۍ د آذان، ګندم ریز، کشمش خان او ده بابا سیمو کې فعالیت درلود.

امنیتي ځواکونو یوه میاشت وړاندې په هلمند کې د وسلوالو د ځپلو په موخه د ذوالفقار په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې لاهم دغه عملیات د سنګین په ګڼو سیمو کې روان دي.

ورته مطالب