غزني کې د تښتول شویو مساپرو د خلاصون لپاره اعتراضي غونډه وشوه

Image caption خلکو ټینګار وکړ چې د دوی موخه د زندانیانو خلاصون دی او د دوی اعتراضي غونډه کوم حزبي یا سیاسي رنګ نه لري.

د غزني ښار څه دپاسه زرو اوسېدونکو، د مدني ټولنې استازو، قومي مشرانو او عامو خلکو په یوې سوله اییزې غونډې کې د ۳۰ تښتول شویو مساپرو د خلاصون غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې چې دوه ساعته یې دوام وموند، اعتراض کونکو ځايي چارواکو او مرکزي دولت ته ګواښ وکړ که د مساپرو د خلاصون لپاره اړین او جدي ګامونه پورته نه کړي نو دوی به د کابل-کندهار لویه لاره د ترافیک پر مخ وتړي.

له سیمې زموږ همکار اسدالله جلالزی په خپل رپوټ کې لیکي دغو اعتراضیانو د تښتول شویو کسانو د خلاصون په برخه کې د حکومت هڅې ظاهري وګڼلې او ادعا یې وکړه چې دغو هڅو تر اوسه هېڅ مثبته پایله نه ده لرلې.

په دغه غونډه کې راټولو شویو کسانو د تښتول شویو مساپرو لپاره دعا وکړه او د هغوی په اند دا چې دغه کسان غیر سیاسي وو او کومه ګناه یې نه وه کړې، باید خوشې شي.

لاریون کونکو ټینګار وکړ چې د دوی موخه د زندانیانو خلاصون دی او د دوی اعتراضي غونډه کوم حزبي یا سیاسي رنګ نه لري.

دوی له نړیوالو او د زابل او غزني ولایتونو له ځايي چارواکو د تښتول شویو مساپرو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د حوت په څلورمه د مساپر وړونکو دوه بسونه چې له کندهاره د کابل پر لور روان وو، د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د نا پېژندل شویو کسانو لاسته ورغلل.

تر اوسه د دغو کسانو په اړه هېڅ مالومات نه دي تر لاسه شوي.

حکومت په تېرو اوونیو کې پوځي عملیات ترسره کړي وو چې پایله یې نه ده ورکړې.

ورته مطالب