د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پایلې اعلان کړې

د انځور حقوق
Image caption د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ازموینه کې د بریالیتوب لپاره لږترلږه ۱۷۷ نومرې معیار ټاکل شوی و.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عظیم نور بخش ویلي چې د ۱۳۹۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې دي.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دوه لکه او شپږ څلویښت زره کسان د کانکور ازموینې په شرایطو برابر وو.

خو په کانکور کې ګډون ۲۱۹ زره کسانو کړی و چې ۵۴۰۰۰ تنو ترې لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.

د دې تر څنګ نیمه عالي ته شپږ دیرش زره اووه سوه او پنځوس تنه او خصوصي لوړو زده کړو موسساتو ته اووه ویشت زره څلور سوه او دوه ویشت کسان بریالي شوي دي.

د سږکال په کانکور ازموینه کې په ټولیز ډول شاوخوا یو لک کسان ناکام شوي دي.

ښاغلي نور بخش وویل هغه کسان چې د ازموینو پر مهال یې شرایط په پام کې نه وو نیولي او د نقل په ګډون یې نورې ستونزې لرلې، شمېر یې شاوخوا ۷ زره کسانو ته رسېږي.

د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ازموینه کې د بریالیتوب لپاره لږترلږه ۱۷۷ نومرې معیار ټاکل شوی و.

په دې معنا هغو کسانو چې له ۱۷۷ ټیټې نومرې لاسته راوړې، په ازموینه کې ناکام بلل شوي دي.

د وزارت ویاند زیاته کړه چې ښځینه و د اموینې د ګډون کونکو ۳۰ سلنه جوړوله.

هغه وویل سږکال تر ټولو لوړه نومره ۳۵۴،۳۴ محمد قاسم ولد محمد رضا اخیستې او دغه راز یې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته لار پیدا کړې ده.

دوهمه لوړه نومره ۳۵۲،۸۳ په کابل کې د ابراهیم خلیل الله د لیسې زده کونکي شبیر احمد ولد نواب شاه لاسته راوړې او دی هم د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د محصلینو د جذب په اړه ښاغلي نور بخش وویل چې د جذب شمېرې او کچه تېر کال ته ورته وه خو دا چې د هغه په اند د جذب په پرتله د کیفیت مسله ډېره مهمه ده.

نوموړي وویل تېر کال دوه لکه او اته ویشت زره کسانو امتحان ورکړی و چې ۵۵ زره تنو یې لوړو زده کړو ته او ۴۰ زرو خصوصي لوړو زده کړو موسساتو او نیمه عالي ته لار موندلې وه.

ورته مطالب