د افغانستان دولت هېواد کې د "داعش" حضور تایید کړ

اجمل عابدي
Image caption اجمل عابدي بي بي سي ته وویل، افغانستان کې د داعش حضور رښتیا ډېر اندېښمنوونکی دی

د افغانستان د ولسمشر ویاند په لومړي ځل په رسمي توګه په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) حضور منلی دی.

اجمل عابدي بي بي سي ته وویل: "په افغانستان کې د داعش حضور په رښتیا اندېښمنوونکی دی". نوموړی وايي، په هېواد کې د جګړې ډول بدل شوی، او ترهګري اوس پر یوه سیستم اوښتې ده.

د نوموړي له خبرو وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم امنیت شورا ته په وینا کې ویلي وو، چې "افغانستان کې د داعش حضور اندېښمنوونکی دی".

عابدي وايي، د افغانستان دلوت د داعش د غړو ځپلو لپاره پروګرامونه لري.

نیکولاس هیسم د امنیت شورا ته ویلي: ''زموږ ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' داعش حضور اندېښنه راپورته کړې، خو په افغانستان کې د داعش اهمیت په دې هېواد کې ددغې ډلې پر ذاتي توان پورې اړه نه لري، بلکې داعش تر یوه چت لاندې د اورپکو ډلو یوموټی کول غواړي، چې راپورته شوې اندېښنه لاپسې ډېروي''.

بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر هم اندېښنه ښودلې ده، که چېرې افغانستان کې د داعش فعالیتونه پراخه شي، دغه هېواد به یوځل بیا د ترهګرو پر نړیوال پټنځي واوړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ولادیمیر سرفرونکوف ویلي، مسکو په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو راپورته کېدو او د "اسلامي دولت" د فعالیتونو په اړه اندېښمن دی:

"د سیمې هېوادونه د حالاتو پر بدلون اندېښمن دي. اوس اندېښنه دا ده چې یوځل بیا د ترهګرو او سخت دریځو د جنګیالیو پټنځای ونه ګرځي، چې دا حالت د نه منلو دی".

وړاندې، د افغانستان په سوېل کې ځینو امنیتي چارواکو د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خبر ورکړی و او ملي امنیت د عملیاتو پرمهال په هلمند ولایت کې ددغې ډلې د دوو مشرانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی و.

دوه ورځې وړاندې، افغان چارواکو اعلان وکړ، چې هلمند ولایت کې توغندیز برید په افغانستان کې د داعش ډلې مشر حافظ وحیدي له لسو نورو کسانو سره وژل شوی دی.

نژدې یوه میاشت وړاندې، د ملا عبدالرؤف په نامه یو کس، چې افغانستان کې د داعش مرستیال معرفي شوی و، په ورته عملیاتو کې ووژل شو.

افغان سیمه ییزو چارواکو په وروستیو میاشتو کې ویلي وو، چې د هېواد په ځینو برخو کې د ناپېژانده مخ پټو وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption په تېره جنورۍ کې، "اسلامي دولت" ډلې تایید کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو يو پخوانی وياند حافظ سعيد خان يې په سيمه کې د خپل قومندان په توګه ګومارلی دی.

په تېره جنورۍ کې، "اسلامي دولت" ډلې تایید کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو يو پخوانی وياند حافظ سعيد خان يې په سيمه کې د خپل قومندان په توګه ګومارلی دی.

حافظ سعيد تر دې وړاندې له طالبانو خپله لار بېله کړې وه.

"اسلامي دولت" ډله دا مهال په عراق او سوريه کې زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې لري او ابوبکر البغدادي يې د خليفه په توګه ټاکلی دی.

ورته مطالب