هلمند کې ځانمرګي برید دوه کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د لښکرګاه قلاچه سیمه کې امنیتي کمربند کې چوولی دی.

ښاغلي صدیقي وویل، په دې پېښه کې دوه پلیس وژل شوي او دوه نور پولیس او درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

تر اوسه ددغه برید پړه چانه ده منلې.

وړمه ورځ، افغان امنیتي چارواکو په هلمند کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې د مشر د وژل کېدو اعلان وکړ.

ددغه چارواکي په وینا، حافظ وحیدي، له لسو نورو کسانو سره په یوه توغندیز برید کې وژل شوی دی.

نژدې یوه میاشت وړاندې،‌ د ملاعبدالرؤوف خادمپه نامه یو کس چې په افغانستان کې د داعش مرستیال معرفي شوی و، په ورته برید کې وژل شوی و.

ورته مطالب