ملګري ملتونه:‌ افغانستان کې د داعش حضور اندېښمنوونکی دی

نیکولاس هیسم د انځور حقوق UNAMA
Image caption ښاغلي هیسم،‌ چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون څلور میاشتینی راپور امنیت شورا ته وړاندې کاوه، وویل:‌‌ ''په افغانستان کې د دداعش ډلې پراخ او سیستماتیک ملاتړ لیدل کېږي''.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' داعش ډلې حضور اندېښمنوونکی بللی،‌ خو د اورپکو د یوموټي کېدو لپاره یې ددغې ډلې توان افغانستان کې د جګړې له توان ډېر مهم ګڼلی دی.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دغه څرګندونې ددغه سازمان امنیت شورا غونډې ته کړې دي.

نیکولاس هیسم د امنیت شورا ته ویلي: ''زموږ ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' داعش حضور اندېښنه راپورته کړې، خو په افغانستان کې د داعش اهمیت په دې هېواد کې ددغې ډلې پر ذاتي توان پورې اړه نه لري، بلکې داعش تر یوه چت لاندې د اورپکو ډلو یوموټی کول غواړي، چې راپورته شوې اندېښنه لاپسې ډېروي''.

ښاغلي هیسم،‌ چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون څلور میاشتینی راپور امنیت شورا ته وړاندې کاوه، وویل:‌‌ ''په افغانستان کې د دداعش ډلې پراخ او سیستماتیک ملاتړ نه لیدل کېږي''.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، د طالبانو ځینو قومندانانو له داعش سره خپله ژمنتیا اعلان کړې ده او ګڼ نور بیا له داعش سره د مالي ملاتړ او همکارۍ په لټه کې دي.

وړمه ورځ،‌ افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې سوېلي هلمند ولایت کې د امریکا هوايي برید د داعش نوی مشر حافظ وحیدي له لسو نورو کسانو سره وژلی دی.‌

نژدې یوه میاشت وړاندې،‌ د ملا عبدالرؤوف خادم په نامه یو کس چې په افغانستان کې د داعش مرستیال معرفي شوی و، په ورته برید کې وژل شوی و.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په هېواد کې د سولې د بهیر په اړه ویلي: ''مناسب شرایط رامنځ ته شوي چې کولی شي د افغان دلت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو د پرمختګ بهیر مخته بوځي''.

ملګرو ملتونو پخپل راپور کې دا هم ویلي، لپه ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط ‌وروسته،‌ له ۲۰۱۱ راپدېخوا،‌ ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې تر ټولو ډېر خونړی کال و،‌ چې لږترلږه ۳۶۹۹ ولسي افغانان پکې ووژل شول.‌

ښاغلي هیسم زیاته کړه، ملګرو ملتونو ''له طالبانو سره د بشردوستانه او بشري حقونو په تړاو همکاریو ته د لاسرسي په برخه کې ډاګیزو خبرو ته دوام ورکړی دی''.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ‌ (یونما) ماموریت د یوه بل کال لپاره غځول شوی،‌ خو نیکولاس هیسم وویل،‌ په افغانستان کې رامنځ ته شویو بدلونونو ته په پام او د (بدلون لسیزې) پیلېدو سره،‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول فعالیتونه بیا له سره ارزول کېږي.

ورته مطالب