د غزني اصیله موسیقي له زوال سره مخامخ ده

په غزني کې د سیمه يیزې موسیقۍ مینه وال اندېښمن دي چې نن سبا د دغه ولایت اصیله موسیقي له زوال سره مخامخ ده او وايي چارواکي په دې برخه کې ناغیړي کوي.

رباب غږونکی محمد هاشم وايي تر دې مهاله هغه نیم ژوانده موسیقي چې پاتې ده، هغه هم د غزني د سندرغاړو او سازیانو له برکته ده، نه د حکومتي چارواکو له برکته:

''موږ دلته په غزني له ستونزو سره مخامخ یو. سندرغاړو او هنرمندانو ته څوک پام نه کوي. موږ نه هڅول کېږو. معاش نه لرو. کور نه لرو، دا موسیقي هم تر اوسه زموږ په مټو ژوندۍ ساتله شوې. دولت کوم د پام وړ کار نه دی کړی''.

په وروستیو څو کلونو کې هومره چې د افغانستان اقتصادي ستنې نړېدلې هماغومره د دغه هېواد کلتوري او کلتوری برخو ته هم زیان اوښتی دی، دا رنګه هغه تبلیغات چې نن سبا د موسیقۍ پر ضد کیږي تر یوه بریده خلک زړه نه ښه کوي چې د موسیقۍ په ډګر کې هلې ځلې وکړي.

د غزني سوتن طبله غږونکی اغا محمد وايي اوس خبره دې ته رسېدلې چې سندرغاړي او سازیان هم له سختو ګواښونو سره مخامخ دي:

''دلته د هنرمندانو فعالیتونه تیت او پراګنده ول. موږ ته څوک په درنه سترګه نه ګوري، خطونه راته راځي، تیلیفونه راته کیږي، او وايي چې له موسیقۍ لاس واخلئ، تاسو مسلمان یاست دا کارونه مه کوئ. باید زموږه هنرمندانو ملاتړ وشي''.

د غزني سیمه يیز سندرغاړي له چارواکو غواړي چې د سیمه يیزې موسیقۍ ژوندۍ ساتلو په برخه کې باید دولتي اړندې ادارې مرسته وکړې نويو او ځوانانو سندرغاړو لپاره دې د موسیقۍ په برخه کې د زده کړې او روزنې زمینه برابره کړې.

ځوان سندرغاړي حمزه غفار زوی همدغسې غوښتنه لري:

''موږ تراوسه پورې دلته کومه ټولنه نه درلوده اوس خو مو ټولنه جوړه شوه شمیر مو اتیا تنو ته رسیږي. خو حاظر دمه څلویښت تنه پکې غړیتوب لري. دا نور هم راسره یوځای کوو او د غزني له اړوندو ادارو څخه غواړو چې زموږ سره د زده کړو په برخه کې خپلې مرستي ونه سپموي''.

بله غاړه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریس وايي، که څه هم تر اوسه د سیمه يیزې موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو په برخه کې زیاته پاملرنه نه وه شوې، خو وايي نن سبا په رسمي بڼه د سند رغاړو او هنرمندانو ټولنه یې جوړه کړې چې په باور یې ښايي دغه ستونزې ورسره غوڅې شي.

د دغه ریاست سرپرست محبوب الله رحماني وايي: ''تر اوسه له بده مرغه هنرمندانو ته کومه پاملرنه نه وه شوي، خو اوس هڅه کوو چې ورته د زده کړو زمینه برابره کړو. او د ځای په برخه کې به هم ورسره مرسته وکړو''.

په تېر کې غزنی د سیمه يیزې موسیقۍ د یوه مرکز په توګه پیژندل شوی ولایت و،‎ چې پکې زیات سیمه يیز سندرغاړې لکه شیر محمد غزنوي، سلطان جان، خان قرباغی او نور د خلکو د خوښیو محفلونو ته به يې د خپلو سندرو په ویلو سره نوره خوښې بښله، خو نن سبا د روانو جګړو له امله نه یوازې دا چې د غزني موسیقۍ ته پاملرنه نه ده شوې بلکې سندرغاړي او د موسیقۍ په برخه کې نور سازیان د مرګ له ګواښونو سره مخامخ دي.

که چېرې افغان چارواکي د موسیقۍ د ودې ترڅنګ د دغې برخې د کار کوونکو خوندیتوب ته هم پاملرنه وکړي، نو تر ډېره به یې د اصیلې موسیقۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره خدمت کړی وي.