هلمند کې موټربم ځانمرګی برید اوه ''ولسي وګړي'' وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید د مازدا موټر په مټ شوی دی

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې له چاودېدونکو توکو د ډکې شوې مازدا په مټ ځانمرګی برید شوی.

د هلمند مرستیال والي بي بي سي ته ویلي، په برید کې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژل شوي او د ۴۱ کسان ټپیان شوي، چې پولیس هم پکې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، برید د موټربم په مټ شوی دی.

برید په هغه سیمه کې شوی، چې د ولایت مېلمستون، د هلمند د امنیت د آمر او د ولایتي شورا د مشر کورونه پکې پراته دي.

په یاده کوڅه کې د 'سیکا' دفتر هم دی، چې د یوسایډي اړوند کېږي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه د هلمند برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

دوی وايي، په برید کې یې د هلمند د والي دفتر ته سخت زیان اړولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ، پر موټر سایکل ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې له چاودلو وړاندې شنډ کړل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۴۱ ټپیانو کې زیاتره ولسي وګړي دي

تېره ورځ، هم د لښکرګاه کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه کسان وژلي وو او پنځه نور یې ټپیان کړي وو.

درې ورځې وړاندې، افغان امنیتي چارواکو په هلمند کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې د مشر د وژل کېدو اعلان وکړ.

ددغه چارواکي په وینا، حافظ وحیدي، له لسو نورو کسانو سره په یوه توغندیز برید کې وژل شوی دی.

نژدې یوه میاشت وړاندې،‌ د ملا عبدالرؤوف خادم په نامه یو کس چې په افغانستان کې د داعش مرستیال معرفي شوی و، په ورته برید کې وژل شوی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه برید د ولایت مېلمستون، د ملي امنیت د مرستیال مشر او د ولایتي شورا د مشر کور ته څېرمه شوی

ورته مطالب