کابل کې د اروزګان امنیه قومندان وژل شوی

د انځور حقوق .
Image caption مطیع الله خان له پوپلزیو قوم سره تړاو درلود، او د یوې پیاوړې کورنۍ غړی و.

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان په کابل کې یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی. طالبانو د هغه د وژنې پړه منلې ده.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایب بي بي سي ته وویل: "په ډېر تاسف باید ووایم، چې مل پاسوال مطیع الله خان د کابل شپږمې ناحیې په یوه ځانمرګي برید کې پرون ماښام شپږ نیمې بجې وژل شوی. نوموړی پرون په یوه رسمي سفر کابل ته تللی و".

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي حاجي عبیدالله بارکزي د مطیع الله خان وژل کېدل تایید کړي.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، "تېره شپه اته بجې د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله د کابل ښار شپږمې ناحیې علیمردان سیمې په ځانمرګي برید کې وژل شوی".

مطیع الله خان له پوپلزیو قوم سره تړاو درلود، او د یوې پیاوړې کورنۍ غړی و.

نوموړي ناټو ځواکونو ته د توکو د لېږد د امنیت نیولو اړخه او له طالبانو سره د جګړې په پلمه ‎میلیونونه ډالر ترلاسه کړي.

مطیع الله خان په اروزګان ولایت کې یوه نفوذ لرونکې او په دغه شخړمن ولایت کې د امنیت راوستلو برخه کې یوه مشهوره څېره وه.

ورته مطالب