ولسمشر غني: کابل کې د ښځې وژلو بشپړه څېړنه وکړئ

د انځور حقوق
Image caption د ارګ ویناپاڼه کې راغلي: "دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هر هغه عمل په شدت سره غندي چې د قرآن کریم او اسلامي ارزښتونو د سپکاوي لامل وګرځي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ شاه دو شمشیره جومات مخې ته د یوې مېرمنې د وژل کېدو او د مړي د سوځولو د قضیې په اړه بشپړه څېړنه وکړي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د پېښې په اړه پوره تحقیقات وکړي.

نوموړي له دیني عالمانو د یوه جوړ خپلواک کمیسیون له خوا ددغې پېښې د څېړلو غوښتنه هم کړې ده.

ولسمشر غني ویلي، "افغان دلوت د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې مکلف دی او له همدې امله د هېواد ټول قوانین د اسلامي ارزښتونو پر اساس ولاړ دي".

ده ویلي: "هېڅوک نه شي کولای په خپل سر له ځانه قاضي جوړ کړي او هغه هم د تاوتریخوالي له لارې په فجیع ډول وګړو ته سزا ورکړي. په خپل سر محاکمه جوړول او په خپله خوښه خلکو ته جزا ورکول د شریعت او اسلامي عدالت خلاف عمل دی".

ارګ وايي، ولسمشر غني له هغو کسانو سره د جدي چلند غوښتنه کړې، چې د قانون له چوکاټ نه بهر په خپل سر د تاوتریخوالي او تشدد علمونه ترسره کوي.

د ارګ ویناپاڼه کې راغلي: "دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هر هغه عمل په شدت سره غندي چې د قرآن کریم او اسلامي ارزښتونو د سپکاوي لامل وګرځي.

موږ مسلمانان د اسلام او قرآن عظیم الشان د حرمت په ساتنه مکلف یو خو دا کار د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ممکن دی".

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرخنده مړی د کابل سیند ته څېرمه سوځول شوی

د مشکوکو نیول

افغان امنیتي چارواکي وايي، کابل کې یې د یوې مېرمنې، د وژلو او سوځولو په تور شپږ کسان نیولي دي.

د تېرې پنجشنبې په ماځیګر قهرجنو خلکو د کابل شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه یوه مېرمن په دې تور په وهلو وهلو ووژله او مړي ته یې اور ورته کړ چې ګني قرآن شریف ته یې اور ورته کړی و.

د جمعې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل: "د کورنیو چارو وزیر امر کړی چې د تېرې ورځې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي، او عاملان یې ونیول شي".

افغان چارواکي وايي، تېره ورځ د امنیت شورا کې هم دا موضوع مطرح شوه چې څېړنه به یې وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پېښې د عاملینو په لټه کې دي

د خواله په رسنیو کې د یادې پېښې په اړه بېلابېلې انګیرنې او نکلونه خپاره شوي، خو تر اوسه د پېښې دقیق جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

د شرف بغلاني په نامه یوه کس پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې هغه د فرخنده په وژلو او سوځولو کې لاس درلود.

صدیق صدیقي وايي شرف بغلانی یې د جمعې پر ګهیځ ونیو.

په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په اړه اړه وېډیو ډېره خپره شوې ده، چې ځینې پولیس د پېښې په سیمه کې هم لیدل کېږي، خو ښکاري چې ډېر ټینګ غبرګون نه ښيي.

ښاغلي صدیقي وویل: "د پولیسو د غبرګون په ګډون د پرونۍ پېښې ټول اړخونه تر ارزونې لاندې دي".

صدیقي دا هم ویلي: "هغه وېډیو چې ددغې پېښې په اړه خپرې شوې دي، ددغې پېښې د عاملینو او د پولیسو د غبرګون د څرنګوالي په اړه له پولیسو سره همکاري کوي".

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب